د لاس رسي وړ اتصالات

عمر ګل: افغان لوبډله په ملبورن کې د لوبو ګټلو چانس لري


د افغانستان د کرکټ لوبغاړي
د افغانستان د کرکټ لوبغاړي

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې روزونکی عمر ګل وايي چې افغان لوبډله د استرالیا د ملبورن په ښار کې د لوبو د ګټلو ښه موقع په لاس کې لري.

ښاغلي عمر ګل د امریکا غږ سره په ځانګړې مرکې کې وویل چې د ملبورن اب او هوا «موسم» به د افغان لوبغاړو سره ډېره مرسته وکړي چې لوبې وګټي.

هغه وویل: « ان شاءالله، زموږ کوم میچونه چې ملبورن کې چې دي، که ملبورن وګورئ کندېشن زموږ د پلیرز لپاره لږ سویټبل دي [حالت/موسم زموږ لوبغاړو ته ښه مناسب دی]، ان شاء الله امید دی چې دلته زموږ دوه لوبې دي، ویې ګټو. زموږ لپاره یوه ښه موقع ده چې ویې ګټو.»

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبدلې لوبغاړي د یکشنبې په ورځ د ملبورن ښار ته راغلل. افغانستان د شنبې په ورځ په نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه په انګلنډ باندې وبایلله.

افغان لوبغاړي د چهارشنبې په ورځ له نیوزلنډ او د جمعې په ورځ له ایرلنډ سره د ملبورن د کرکټ په میدان کې لوبېږي. دا د نړۍ د کرکت یو لوی میدان دی چې تېره ورځ هند په کې پاکستان ته ماتې ورکړه.

د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې دغه پخواني پښتون لوبغاړي دا هم وویل چې افغان لوبغاړي ښه استعداد لري او له خپلو تېروتنو څخه ژر زده کړې کوي. هغه وویل چې د روزنکي په توګه د افغان لوبغاړو څخه خوشحال دی او په خبره یې هره خبره چې ورته کوي، هغوی یې عملي کوي.

عمر ګل له څو میاشتو راهېسې د افغانستان د ملي لوبډلې د توپ اچوونې د برخې روزونکی دی. هغه په ۲۰۱۹ کال کې له امریکا غږ سره په یوې مرکې کې هیله څرګنده کړې وه که فرصت ورته برابر شي، له افغان کرکټ لوبدلې سره کار وکړي.

د ښاغلي عمر ګل پوره مرکه وروسته خپرېږي.

XS
SM
MD
LG