د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ نړیوال جام اتمه ورځ؛ افغانستان او استرالیا لوبې وبایللې


د افغانستان او انګلنډ لوبغاړي
د افغانستان او انګلنډ لوبغاړي

په استرالیا کې د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام د سیالیو په ترڅ کې نن شنبه اکتوبر ۲۲ (تله ۳۰) انګلنډ افغانستان او نیوزلنډ کوربه هېواد استرالیا ته ماتې ورکړې.

د استرالیا د پرت په ښار کې انګلنډ د پچې له ګټلو وروسته افغانستان ته د منډو کولو بلنه ورکړه.

افغانستان په ۱۹.۴ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره انګلنډ ته د ۱۱۳ منډو اسان هدف وټاکه.

په افغان توپ وهونکو کې تر ټولو ډېرې منډې ۳۳ عثمان غني او ۳۰ ابراهیم ځدراڼ وکړې.

انګلنډ دا هدف د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۱۹م اور کې پوره او خپله لومړۍ لوبه یې وګټله. د انګلنډ سم کوران د افغانستان پنځه لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د نن ورځې په بلې لوبې کې نیوزلنډ بیا کوربه هېواد استرالیا ته لویه ماتې ورکړه.

د استرالیا د سډني په ښار کې نیوزلنډ کوربه هېواد ته د ۲۰۰ منډو لوی هدف وټاکه او د استرالیا ټوله لوبډله یې ۱۷.۱ اور کې وسوځوله.

نیوزلنډ او استرالیا د افغانستان سره په یو ګروپ کې دي. د نیوزلنډ ډیون کانوای د لوبې غوره لوبغاړی شو. ده په ۵۸ توپونو باندې ۹۲ چټکې منډې وکړې.

د افغانستان بله لوبه د چهارشنبې په ورځ په میلبورن کې له نیوزلنډ سره ده.

XS
SM
MD
LG