د لاس رسي وړ اتصالات

محمد نبي: له نیوزلنډ څخه د لوبې ګټلو چانس لرو


د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي محمد نبي او نجیب ځدراڼ
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي محمد نبي او نجیب ځدراڼ

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان محمد نبي وايي چې د افغانستان لوبډله په نړیوال جام کې د پرمختګ چانس لري.

محمد نبي د امریکا غږ سره په ځانګړې مرکې کې وویل چې لا د افغانستان څلور لوبې پاتې دي او د پرمختګ چانس شته.

هغه وویل: «څلور لوبې دي، چانس شته، باید هر یوې لوبې ته جلا جلا پلان ونیسو. له نیوزلنډ سره مو لوبه ده، باید ورسره ډېره ښه لوبه وکړو. د ګټلو چانس هم لرو مونږه.»

ښاغلي نبي وویل چې هڅه به وکړي که لومړۍ توپ وهنه یې وکړه، تر ۱۵۰ پورې هدف وټاکي او که یې بالینګ کاوه، مقابل لوری تر ۱۵۰ په کمو منډو وسوځوي. هغه وویل د دې لپاره یې له لوبغاړو سره پلان هم نیولی دی.

افغانستان څو ورځې مخکې د استرالیا د پرت په ښار کې خپله لومړۍ لوبه په انګلنډ باندې وبایلله او نیوزلنډ بیا له استرالیا څخه لوبه وګټله، خو محمد نبي وایي چې د هرې ورځې کیسه جلا او هر میدان د لوبغاړو لپاره جلا وي.

افغان لوبغاړو نن د ملبورن د کرکټ په یو میدان کې تمرین وکړ او سبانۍ لوبې ته یې چمتوالی ونیوه.

له محمد نبي سره بشپړه مرکه وروسته خپرېږي.

XS
SM
MD
LG