د لاس رسي وړ اتصالات

سرور دانش د 'افغانستان د عدالت او ازادۍ حزب' د موجودیت اعلان وکړ


د محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان د پخواني حکومت دوهم مرستیال محمد سرور دانش د « افغانستان ازادي او عدالت» په نوم ګوند جوړېدو خبر ورکړی او په افغانستان کې یې «د جمهوري فدرالي نظام» پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

ښاغلي دانش د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۲۴ (لړم دوهمه) د «افغانستان د عدالت او ازادي حزب اساسي اصولو» په خپرولو سره ویلي چې د «یو شمېر باخبره، مبارزینو، سیاسي او فکري شخصیتونو» سره یو ځای یې دغه حرکت پيل کړی چې اصلي هدف یې په دغه هیواد کې د عدالت او ازادۍ د حاکمیت په اړه هڅې دي.

سرور دانش پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته له افغانستان څخه وتلی او ویل کیږي چې د خپلې کورنۍ له یو شمېر غړو سره په نیوزیلنډ کې اوسیږي.

هغه د خپل اعلان شوي حرکت په اصول نامه کې ویلي: "د دې په پام کې نیولو سره چې موږ د افغانستان په زاړه او نوي تاریخ کې د مختلفو نظامونو ناکامي تجربه کړي، اوس د دایمي ثبات،جګړو او شخړو پای ته رسېدو لپاره او په عادلانه توګه د ملي اړیکو د حل او په سیمه ییزو او ملي چارو کې د ټولو قومونو معنا لرونکي ګډون لپاره، موږ فدرالي اسلامي جمهوري نظام تر ټولو مناسب سیستم ګڼو چې کولای شي د ټولو افغانانو مشروع حقونه وړاندي کړي."

هغه ویلي چې اوس مهال ګڼ شمېر افغانان د فدرالي نظام جوړېدو غوښتونکي دي. هغه وړاندیز کړی چې هغه وخت رارسېدلی چې په افغانستان کې د «پراخ ملي تفاهم» په چوکاټ کې د دغه نظام د عملي کېدو زمینه برابره شي.

محمد سرور دانش پر داسې مهال په افغانستان کې د فدرالي نظام جوړېدو غوښتنه کړې ده چې نوموړي د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د دوهم معاونیت پر مهال ویلي و چې په اوسنیو شرایطو کې فدرالي نظام د افغانستان په ګټه نه دی.

ښاغلي دانش د ۱۳۹۶ کال د زمري میاشتې پر ۳۰مه د پارلماني نظام ځانګړتیاو ته په اشارې ویلي و چې په دغه نظام کې ولسمشر د پارلمان څخه رایه اخلي او د ولسمشر ترڅنګ صدراعظم هم شتون لري. هغه همدارنګه ویلي و چې په دې ډول نظامونو کې د کابینې غړي او حکومت د پارلمان په وړاندې ځواب ویوونکی دی او پارلمان د دولت د رئیس لخوا د منحل کېدو وړ دی.

نوموړي ویلي و: "د دغه جانب په نظر پارلماني نظام د هغه څلورو ځانکړتیاو په لرلو سره چې ما وړاندي کړې، په افغانستان کې د پلي کېدو وړ نه دی. په تیر کې هم پارلماني نظام تطبیق شوی او ښه پایلي یې نه لرلې او په هیواد کې د سیاسي بې باورۍ لامل ګرځېدلی دی."

د محمد سرور دانش په مشرۍ د «افغانستان د عدالت او ازادۍ حزب» په اصولنامه کې راغلي چې دغه هیواد په «استبداد کې بند دی او تر ټولو اړینه اړتیا یې داده چې له انحصار څخه خلاص شي.»

هغه پخپلي اصولنامه کې زیاته کړې چې پر افغانستان د طالبانو په حاکمیت سره «استبداد او بې عدالتۍ» د افغانستان د خلکو پر ژوند سیوری غړولی او په خبره یې افغانستان د تېر یو کال راپدېخوا له پاشل کېدو سره مخ دی.

طالبان چې د څه باندې یو کال په تېرېدو سره د پخواني حکومت تر سقوط وروسته پر افغانستان واکمن شوي تر دا مهاله د سرور دانش د ګوند جوړېدو او د هغه د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي. خو تر دې مخکې ویلي و چې ټول افغانان کولای شي خپل هیواد ته را وګرځي او عادي ژوند وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اکتوبر ۱۵ (تلې ۲۳) مه د افغانستان پخواني حکومت د بهرنیو چارو د وزیر محمد حنیف اتمر په مشرۍ «د سولې او عدالت ملي حرکت» هم په یوې انلاین غونډه کې د موجودیت اعلان وکړ.

په ټولنیزو رسنیو کې عامو افغانانو د پخوانیو سیاسي څیړو په ګډون ددغه حرکتونو جوړیدو ته بیلابیل غبرګونونه ښودلي دي.اکثریت کسانو ویلي دي چې یاد څیړو په تیرو ۲۱ کلونو کې خپل امتحان ورکړی او له دې وروسته به خلک پرې اعتماد ونکړي.

XS
SM
MD
LG