د لاس رسي وړ اتصالات

د محمد حنيف اتمر په ګډون، د افغانستان د سولې او عدالت ملي حرکت د موجودیت اعلان وکړ  


عکس د افغانستان د سولې او عدلت د ملي حرکت له غونډې
عکس د افغانستان د سولې او عدلت د ملي حرکت له غونډې

د افغانستان د سولې او عدالت ملي حرکت نن شنبه د اکتوبر ۱۵ (تلې ۲۳) په یوې انلاین غونډه کې د موجودیت اعلان وکړ.

د بهرنیو چارو د پخواني وزیر محمد حنیف اتمر په ګدون ددغه حرکت اکثریت غړي د افغانستان د پخواني حکومت سیاسي او نظامي څیرې، د مدني ټولنې غړي، میرمنې او یو شمیر متخصصن دي.

دغه حرکت په خپله لومړنۍ انلاین غونډه کې په افغانستان کې د تغیر غوښتنه وکړه. دغه حرکت جلیل شمس د خپل مشر په توګه ټاکلی دی.

ښاغلي شمس په خپله وینا کې، د افغانستان پر واکمنانو غږ وکړ چې د نظر شته اختلافات په خبرو او مذاکرې هواریدلی شي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه طالبان باید د دوحې په تړون کې په خپلو کړو ژمنو ودریږي، بین الافغاني مذاکرات وکړي، داسې مذاکرات چې پکې د افغانستان بیلابیل قومونه، اقلیتونه، میرمنې، د مدني ټولنې غړي او عام افغانان ګډون ولري.

د غونډې بل ګډون وال محمد حنیف اتمر وویل، ددې حرکت هدف په افغانستان کې سوله او د یو داسې نظام جوړیدل دي چې د خلکو په اراده او رایه جوړ او کورنۍ او نړیوال مشروعیت ولري.

ښاغلي اتمر زیاته کړه چې د اوسني نظام نه مشروعت هغه بحران رامنځ ته کړی چې د نورو ټولو بحرانونو د حل لاره یې په ټپه درولې ده. هغه زیاته کړه چې د نامشروع نظام ځای باید مشروع نظام چې د خلکو په اراده رامنځ ته شوی وي، ونیسي.

اتمر د افغانستان د جمهوریت د سقوط مسولیت په دریو خوا وو واچاوه" لومړی د جمهوریت سیاسي او دولتي مشران، د هغوی فساد، خودخواهی او بې اتفاقي‌ چې ځان یې هم پکې شریک بولم د نظام د سقوط لامل شو، دویم د طالبانو هغو مشرانو ته متوجه دی چې د دنیا او افغانستان خوارۍ پرې وشوه چې کړکیچ د سولې له لارې حل شي او د سولې فرصتونه یې تر پښو لاندې کړل او په نظامي‌لاره یې ټینګار وکړ. دریم ددې مسولیت په هغو بهرنیو کړیو او مامورینو لویږي چې افغانستان یې بیا دې کندې ته واچاوه او قربانی یې کړ."

ښاغلي اتمر همدارنګه د ښځو د حقونو، د افغانانو د جبري کډوالو کیدو او په ګڼو نورو مشکلاتو چې اوس مهال افغانان وسره مخ دي خبري وکړې. هغه وویل نړۍ په دې مشکلاتو خبره ده خو اوس یې په وړاندې د مقابلې عز او اراده نه لری. نوموړي وویل دا د افغانستان مسولیت دی چې په عقلاني شکل د هیواد د ستونزو لپاره د حل لاره پیدا کړي.

ښاغلي اتمر د خپلو خبرو په یوې برخه کې پر طالبانو غږ وکړ:" که غواړي چې ملت په تاسې باور وکړي او که تاسې په هیواد کې دایمي سوله او ثبات غواړئ په خپلو تعهداتو عمل وکړئ، هغه تعهدات چې د دوحې په تړون کې شوي، پر اساس یې بین الافغاني مذاکرات پیل کړئ او همه شموله سیاسي‌ توافق ته ورسیږئ."

د دې حرکت د جوړوونکو په وینا، څه باندې ۲۰۰ پخواني چارواکي،سیاسي او نظامي څیرې، ښځې او مدني فعالان په دې جریان کې غړیتوب لري.

سیاسي حرکتونو ته غبرګونونه

د سیاسي چارو کارپوه عبدالسبحان مصباح امریکا غږ ته وویل چې د پخوانیو ناکامه څیرو له خوا د داسې جریاناتو رامنځ ته کیدل ځکه نتیجه نه ورکوي چې افغانان په تیرو شلو کلونو‌ د هغوی فساد او ناوړه کړنو ته په کتو، پر هغوی باور نه کوي.

ښاغلي مصباح زیاته کړه:" دا ډول خوځښتونه نه یوازې ګټه نلري بلکې تاوان هم لري ځکه هغوی ناکامه شوي او هغه ځوان سیاسیون چې غواړي راتلونکې لپاره کار وکړي هغوی ته به هم ستونزي جوړي کړي."

په ټولنیزو رسنیو کې هم عامو افغانانو د پخوانیو سیاسي څیړو په ګډون ددغه حرکت جوړیدو ته بیلابیل غبرګونونه ښودلي دي.

اکثریت کسانو ویلي دي چې یاد څیړو په تیرو ۲۱ کلونو کې خپل امتحان ورکړی او له دې وروسته به خلک پرې اعتماد ونکړي.

XS
SM
MD
LG