د لاس رسي وړ اتصالات

افغان لوبغاړی فرید ملک له څه شي څخه ډېر ډارېږي؟


فرید ملک له امریکا غږ سره د مرکې په حال کې
فرید ملک له امریکا غږ سره د مرکې په حال کې

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی فرید ملک له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکې کې د خپل ژوند یو مهم راز بربنډ کړ.

د لوبډلې دغه چټک توپ اچوونکی وايي چې له طیارې څخه ډېر ډارېږي او «که کرکټ پرېږدم، د همدغې طیارې په خاطر به یې پرېږدم».

فرید ملک دا مهال په استرالیا کې د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام په سیالیو کې په لوبو بوخت دی. هغه په میدان کې د امریکا غږ سره په مرکه بوخت و چې بل لوبغاړی ګلبدین نایب راغی او د هغه په خبرو کې یې ور ودانګل.

ګلبدین نایب هم په ټوکو کې دا خبره تائید کړه چې فرید ملک په طیارې کې ډارېږي. د فرید ملک پوره مرکه دلته وګورئ.

XS
SM
MD
LG