د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او نیوزلنډ ترمنځ لوبه د باران له کبله ونشوه


د افغانستان او نیوزلنډ لوبغاړي
د افغانستان او نیوزلنډ لوبغاړي

د کرکټ په نړیوال جام کې د افغانستان او نیوزلنډ ترمنځ لوبه د باران له کبله ونشوه او دواړو لوبډلو ته یوه-یوه نومره ورکړل شوه.

دا د دواړو لوبډلو دویمه لوبه وه. د دواړو لوبډلو لوبغاړو هیله ښودلې وه چې ښه لوبه به کوي.

افغانستان خپله لومړۍ لوبه بایللې او نیوزلنډ ګټلې وه.

په دې نومرې سره نیوزلنډ په خپل ګروپ کې لومړی مقام خپل کړی دی او افغانستان په اخري مقام دی. له لوبې وروسته د افغانستان روزونکي جانتن تراټ وویل چې د دوی ګروپ کې لا هم د ډېرو لوبډلو لپاره د وړاندې تګ ځای شته او هڅه به کوي چې را روانې لوبې ښې وکړي.

د نن په بله لوبه کې ایرلنډ انګلنډ ته ماتې ورکړه.

د افغانستان بله لوبه د جمعې په ورځ له ایرلنډ سره ده.

XS
SM
MD
LG