د لاس رسي وړ اتصالات

زیلینسکي له روسیې سره د 'رښتینو مذاکراتو' شرایط په ډاګه کړل


د اوکراین ولسمشر

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې هېواد یې له روسیې سره «رښتینو مذاکراتو» ته چمتو دی.

ښاغلي زیلینسکي نن سه شنبه نومبر اتمه (عقرب ۱۷) د اقلیم بدلون په نړیوال کنفرانس کې د نړۍ مشرانو ته تر وینا کولو مخکې دا خبره کړې ده.

خو نوموړي د دغو خبرو لپاره ځینې شرایط هم په ډاګه کړل.

هغه وویل چې هېواد یې په هغه صورت کې له مسکو سره خبرو ته اماده دی چې د اوکراین سرحدونه بېرته اعاده کړل شي، د روسیې د یرغل او بریدونو قربانیانو ته تاوان ورکړل شي او د دغو بریدونو او یرغل عاملینو ته د سزا ورکولو هڅې دې وشي.

د ښاغلي زیلیسنکي تر دغو خبرو مخکې واشنګټن پوست راپور ورکړی و چې متحده ایالتونو له اوکرایني چارواکو څخه غوښتي د سولې خبرو ته امادګي وښيي.

راپور وايي، واشنګټن ویلي‌ دي چې له خبرو سره د اوکراین دلچسپي به له کیف سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات کړي.

په همدې حال کې د اوکراین د دفاع او امنیت شورا مشر اولیکسي دانیلوف ویلي دي‌ چې د دا ډول خبرو لپاره «اساسي شرط» دا دی چې د اوکراین ځمکنۍ بشپړتیا دې بېرته اعاده کړل شي.

نوموړي همدغه راز په خپلو خبرو کې وویل، ضرورت دی چې اوکراین ته د هوايي دفاع، الوتکو، ټانګونو او د لېرې واټن وېشتونکو میزایلو د ورکولو «تضمین» هم وشي او په خبره یې باید نړیوالې مرستې روانې وي.

روسیې د روان کال د فبرورۍ په ۲۴ په اوکراین باندې یرغل پیل کړ او له هماغه راهېسې امریکا او د لویدیځ متحدینو یې له کیف سره شاوخوا اته میلیارد پوځي او اقتصادي مرستې کړې چې له روسیې سره په جګړې کې بریالی شي.

XS
SM
MD
LG