د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین: له لویدیځ څخه مو د هوايي دفاع نوی سیستم ترلاسه کړ  


د اوکراین جګړه
د اوکراین جګړه

د اوکراین حکومت نن دوشنبه نومبر اومه (عقرب ۱۸) خبر ورکړ چې د دافع هوا نوی سیستم یې ترلاسه کړی چې د روسیې د ورستیو بریدونو په مخنیوي کې به اغیزناک ثابت شي.

روسیې په دې وروستیو کې د اوکراین د انرژۍ د تولید تاسیسات په نښه کړي دي.

د اوکراین د دفاع وزیر اولیکسي ریزنیکوف وویل چې د "ناسامس" او "اسپای" په نومونو د هوايي دفاع نوی سیستم اوکراین ته رسېدلی دی. هغه وايي چې دا سیستم به د اوکراین پوځ لا قوي او فضا به یې لا خوندي کړي.

د اوکراین د دفاع وزیر وویل: "موږ به په دوامداره ډول د دښمن هغه اهداف په نښه کوو چې په موږ بریدونه کوي. له خپلو شریکانو د امریکا دمتحدو ایالتونو، ناروې او هسپانیا څخه مننه کوو."

د اوکراین د دفاع وزیر تېره میاشت ویلي‌ وو چې له جرمني څخه یې د ایرس-تي دافع هوا سیستم ترلاسه کړی دی.

د روسیې وروستیو بریدونو کې د اوکراین د انرژۍ د تاسیساتو یوه په درېیمه برخه زیانمنه شوې او مقاماتو له خلکو غوښتي چې انرژي وسپموي.

په کیف کې مقاماتو نن وویل چې ښاریانو ته د انرژۍ او برېښنا برابرولو وړتیا یې کمه ده.

د اوکراین چارواکو په وار وار له لویدیځو هېوادونو څخه د وسلو د مرستو غوښتنه کړې ده چې د روسیې په خلاف جګړې کې بریالي شي.‌ د لویدیځ مقامات هم وايي چې د اوکراین جنګیالي د لویدیځ د وسلو په مرسته د روسیې په ضد جنګېږي.

روسیې د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین یرغل پیل کړی دی او له هغه راهېسې د امریکا په ګډون ډېرو هېوادونو له اوکراین سره د څه باندې لس میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي او اقتصادي مرستې کړي‌ دي.

XS
SM
MD
LG