د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه کې پولیسو یوه ښځه د استانبول د چاودنې په تور نیولې


ترکیه کې د چاودنې سیمه
ترکیه کې د چاودنې سیمه

د ترکیې پولیس وایي یوه ښځه یې د استانبول د تېرې ورځې د چاودنې په تور نیولې ده. په استانبول کې پولیس چارواکي وايي، دا ښځه د کردي یاغیانو سره هم اړیکې لری.

وايي دا ښځه «احلام البشیر» نومېږي او د سوریې ده. پولیس چارواکي‌ وايي ښځې په خپل «جرم اعتراف» کړی دی.

د تېرې ورځې په چاودنې کې د چارواکو په وینا، اته تنه ووژل شول او ۸۰ نور ژوبل شوي دي. د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سیلیمان سویلو نن دوشنبه نومبر ۱۴ (عقرب۲۳)‌ وویل چې پولیسو یو کس نیولی چې «په استانبول کې یې بمب ځای په ځای کړی»‌ و.

پولیس وايي د مشکوک کس د نیولو لپاره یې د امنیتي‌ کمرو ۱۲۰۰ ویدیوګانې او تصویرونه لیدلي او ۲۱ سیمې یې تالاشي کړي دي.‌ پولیس وايي‌، په دغو عملیاتو کې لږ تر لږه له ۴۶ کسانو څخه پوښتنې او تحقیقات شوي دي.

د پولیسو په وینا هغه کس چې د استانبول د استقلال په څلور لارې کې یې بمب اېښی و، د بمب له ځای په ځای کېدو وروسته په ټکسي کې له سیمې څخه وتلې وه.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر وویل، که دا ښځه نیول شوې نه وای، له ترکیې څخه به یونان ته تښتېدله وه. پولیس وایي‌ دا ښځه د سوریې له عفرین ښار څخه ترکې ته راغلې وه.

سیمه ایزو تلویزونونو کې ښودل کېږي‌ چې د تالاشۍ په مهال د دغې ښځې په کور کې پولیسو یوه اندازه نقدې پېسې، سره زر او یوه وسله هم ترلاسه کړي‌ ده.

پولیس وايي‌ چې دې ښځې اعتراف کړی چې د کردستان د کارګر حزب له لوري د «ځانګړې اطلاعاتي‌ افسرې»‌ په توګه ګمارل شوې وه. خو دغه ګوند،‌چې ترکیه یې ترهګریز سازمان بولي، د یوې اعلامیې په خپرولو سره په دغې چاودنې کې خپل هر ډول لاس لرل رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG