د لاس رسي وړ اتصالات

په بلخ کې د زعفرانو کروندګر: سږ کال زعفران په لوړه بیه پلورل کیږي


په بلخ کې د زعفرانو کروندګر: سږ کال زعفران په لوړه بیه پلورل کیږي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:03 0:00

د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې هغه کروندګر چې سږ کال یې د زعفرانو کښت کړی دی وايي، چې سږکال د تیر کال په پرتله د زعفرانو بیه دوه چنده زیاته شوې ده او دوی د زعفرانو له کښت خوښ دي.

د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې هغه کروندګر چې سږ کال یې د زعفرانو کښت کړی دی وايي، چې سږکال د تیر کال په پرتله د زعفرانو بیه دوه چنده زیاته شوې ده او دوی د زعفرانو له کښت خوښ دي.

کروندګر وايي چې د زعفرانو حاصل له نورو کښتونو ښه دی او په بازار کې هم په لوړه بیه خرڅول کېږي.

د بلخ ولسوالۍ د ده راضي کلي یو کروندګر عزیز ګل وايي چې د کرلو په لومړي کال د زعفرانو له یو جریب ځمکې څخه یوه کیلو ګرام زعفران حاصل ترلاسه کوي او په خبره یې چې په دوېم او درېم کال یې حاصل دوه برابره ډېرېږي.

څلور کاله کېږي چې عزیز ګل په خپله ځمکه کې زعفران کرلي دي. د هغه په وینا چې سږ کال د زعفرانو بیې د نورو کالونو په پرتله لوړې شوې دي.

کروندګر عزیز ګل وویل: "دغه زعفران دي. څلور کاله یې پوره شوي دا سږنی یې پنځم کال دی. حاصل یې ښه دی بد نه دی. بازار کې یې درې قسمه بیه ده سږ کال یې چې ده بیه یې جګه ده. مخکې یې بیه ارزانې وې. یو رقم یې کیلو اتیا زره دي یو رقم یې نوي زره دي او یو رقم یې یو لک دي".

دغه کروندګر وايي چې زعفران قانوني او حلال کښت دی او په وینا یې چې له کوکنارو څخه ځکه ښه دي چې ازاد تجارتي بازار لري.

د کروندګرو په وینا چې د بلخ اقلیم د زعفرانو کښت ته ښه برابر دی، خو ډېری کروندګر بیا وايي چې د زعفرانو د کرلو لګښت ډېر دی او دوی یې وس او تاوان نه لري.

دغه کروندګر وايي چې زعفران او همداشان هېنجه د کوکنارو ښه بدیل کېدلای شي او دولت دې د زعفرانو او هېنجې په کرلو کې له دوی سره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG