د لاس رسي وړ اتصالات

پخوا به پیازهندوستان ته لیږل کیدل، اوس یوازې پاکستان ته صادریږي – د پيازو سوداګر


پخوا به پیازهندوستان ته لیږل کیدل، اوس یوازې پاکستان ته صادریږي – د پيازو سوداګر
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:01 0:00

په کندهار کې د پیازو یو شمیر سوداګر وايي، چې پخوا به پياز تر ډیره هندوستان ته له کندهار وړل کیدل خو اوس یوازې پاکستان ته صادریږي او هند ته یې وړل کم شوي دي.

په کندهار کې د پیازو یو شمیر سوداګر وايي، چې پخوا به پياز تر ډیره هندوستان ته له کندهار وړل کیدل خو اوس یوازې پاکستان ته صادریږي او هند ته یې وړل کم شوي دي.

په کندهار کې د پیازو کاروباریان وايي، چې په سویلي ولایتونو کې سږ کال د پیازو حاصلات زیات شوي او د پيازو دغه حاصلات د کورني مارکېټ د اړتیاوو د پوره کیدو تر څنګ بهرنيو مارکېټونو ته هم وړل کیږي.

د پيازو سوداګر وایې چې د جنوب له مارکېټونو څخه هره اونی تر سل ټنه زیات پياز د پاکستان مارکېټونو ته صادریږي.

دا داسې مهال ده چې د پیازو کروندګر بیا وايي، چې که څه هم بې وخته اورښتونو د کرهڼي د نورو برخو په څېر د پيازو کښت ته هم زیان رسولی خو د مني کښت یې ښه حاصلات ورکړی دی.

په کندهار کې د سبزیو د مارکېټ یو پانګه وال نثار احمد وایې چې د جنوبي ولایتونو د مني کښت د پيازو حاصلات تازه تر مارکېټ پوري رسیدلی.

نثار احمد وویل:”دامهال د پيازو سېزن دی د کال په پيل کې اورښتونو د پیازو کښت زیانمن کړی خو د مني کښت یې تازه حاصل ته رسیدلی زه په هرو ۲ اونیو کې ۲۸ ټنه پياز د پاکستان مارکېټونو ته صادروم په همدې شان هره اونی تر سل ټنه زیات پياز د پاکستان مارکېټ ته صادریږي مخکې به د افغانستان پياز د هند مارکېټونو ته هم صادریدل خو اوس مو تکیه یوازي‌ د پاکستان پر مارکېټ ده“.

هر کال د جنوب په بيلا بیلو ولایتونو کې د پیازو پریمانه کښتونه کیږي.

ځمکه وال یې وایې چې که یې حاصلات مناسب بازار ولري نو ګڼ داسي کښتونه شته چې د نشه یې توکو غوره بدیل کیدای شي.

XS
SM
MD
LG