د لاس رسي وړ اتصالات

د پولنډ د فوتبال ټیم سعودي عربستان ته ماته ورکړه


د سعودي عربستان د فوټبال ملي ټیم په قطر کې د ۲۰۲۲ کال د فوټپال د نړیوال جام په لړ کې په خپله دویمه لوبه کې د شنبې په ورځ نومبر ۲۶ (لیدنۍ ۵) د پولنډ له ټیم څخه دوه د صفر په وړاندې ماته ومنله.

د عربستان ټیم چې د ارجنټاین له ماتولو وروسته، غوره روحیه درلوده او حذفي پړاو ته یې د تګ هیلې درلودلې ونشوای کړای چې د پولنډ په وړاندې ګول ووهي.

په دې لوبه کې بخت هم د عربستان له ټیم سره یاري ونکړه ځکه خپله پنالټي یې هم ګول نشوای کړای.

د پولنډ لپاره ګولونه زیلینسکي د لوبې په ۳۹ دقیقه او لیوانډوفسکي د لوبې په ۸۲ دقیقه کې ووهل.

د بارسلونا ټیم سره نوی یوی ځای د پولنډ د ملي ټیم کپیټان لیواندوفسکي په دې وروستیو کې د ګولونو د نه وهلو او د ښې لوبې د نه کولو له امله له نیوکو سره مخ وو.

د برید د کرښې دا پولنډی لوبغاړی د ګول له وهلو وروسته احساساتي شو او سترګې یې له اوښکو ډکې شوې.

د لاتینې امریکا د فوټبال د دوو پیاوړو لوبډلو ارجنټاین او مکسیکو لوبه به حذفي پړاو ته ددغو دوو لوبډلو د تګ څرنګوالی معلوم کړي.

د شنبې د ورځې په نورو لوبو کې آسترالیا یو صفر ټونس ته ماته وکره او فرانسې دوه یو له ډنمارک څخه لوبه وګټله.

د فرانسې لپاره دواړه ګولونه کیلیان مباپوه د لوبې په ۶۱ او او ۸۶ دقیقو کې ووهل.

د شنبې د ورځې په وروستۍ لوبه کې ارجنټاین دوه د صفر په مقابل کې د مکسیکو لوبدلې ته ماته ورکړه.

په دې لوبه کې چې لومړۍ نیمایي یې بې ګوله وه، لومړۍ ګول لیونل میسي د لوبې په ۶۴ او دویم ګول اندو فرناندز د لوبې په ۸۷ دقیقه کې وواهه او بل پړاو ته یې د ارجنټاین د تګ چانس ژوندی وساته.

XS
SM
MD
LG