د لاس رسي وړ اتصالات

په بلخ کې د کوکنارو ځینې پخواني کروندګر د نورو کښتونو له حاصلاتو خوښ دي 


په بلخ کې د کوکنارو ځینې پخواني کروندګر د نورو کښتونو له حاصلاتو خوښ دي 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:31 0:00

په بلخ کې د کوکنارو یو شمیر پخواني کروندګر چې په کوکنارو د طالبانو له بندیز وروسته یې د زردکو په شان نورو کښتونو ته مخه کړې ده وايي، چې سږ کال مارکیټ ښه دی او حاصلات یې هم ښه اخیستي دي. 

په بلخ کې د کوکنارو یو شمیر پخواني کروندګر چې په کوکنارو د طالبانو له بندیز وروسته یې د زردکو په شان نورو کښتونو ته مخه کړې ده وايي، چې سږ کال مارکیټ ښه دی او حاصلات یې هم ښه اخیستي دي.

ددې ولایت د بلخ ولسوالۍ کروندګر وايي چې د تېر کال په پرتله سږ کال د ګازرو حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی او په بازار کې هم په لوړه بیه پلورل کېږي.

د کروندګرو په وینا دا چې سږ کال د طالبانو له خوا د کوکنارو په کر بندیز لګېدلی دی ددغې سیمې ډېری کروندګرو د کوکنارو پر ځای ګازرې کرلي دي.

په پلخ ولسوالۍ کې هر کال په پراخه کچه ګازرې کرل کېږي چې کروندګر یې بیا د پلورلو او پاکولو لپاره د ددغې ولسوالۍ د ګل محمد خان مومند څلور لارې تر څېرمه د ګازرو یو بازار ته رواړي.

دغه بازار یوازې د ژمي په موسم کې د ګازرو د پلور لپاره جوړېږي.

یو تن کروندګر شیراحمد چې د خپلې ځمکې حاصل یې د پلور لپاره راوړی دی، وايي چې پخوا به یې په خپله ځمکه کې کوکنار کرل، خو له تېرو دوه کالو راپدیخوا ګازرې کري. د هغه په وینا سږ کال یې د تېر کال په پرتله له خپلې لس جریبه ځمکې څخه دوه چنده د ګازرو ډېر حاصلات اخیستي دي.

شیر احمد امریکا غږ ته وویل: " هر کال به مې تاریاک کرل. دا دوه کاله کېږي ګازرې کرو. سږ کال مې تاریاک نه دي کرلي. سږ کال مې هم ګازرې کرلي دي. ۲۵۰ افغانۍ یوه بوجۍ خرڅېږي وړي یې کابل ته".

دغه کروندګر وايي چې پرسږکال یې له لس جریبه ځمکې څخه ۴۰۰ بوجۍ د ګازرو حاصل اخیستی و چې هره بوجۍ ۳۵ کیلو کېږي او زیاتوي چې سږ کال یې له همغې ځمکې ۱۰۰۰ بوجۍ حاصل اخیستی دی.

دغه کروندګر چې سږ کال د کوکنارو د کرلو په موسم کې ګازرې کرلي وايي چې له کوکنارو څخه د ګازرو حاصلات ښه دي او پاک او حلال کښت دی.

XS
SM
MD
LG