د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په پوهنتونونو کې د نجونو تحصیل وځنډاوه


د افغان نجونو لوړې زده کړې
د افغان نجونو لوړې زده کړې

د طالبانو حکومت په یو نوي اقدام کې د افغانستان ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته امر کړی چې د ښځو او نجونو زده کړې دې وځنډوي.

په هغه مکتوب کې چې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت له ادرس څخه د "امارت او خصوصي" پوهنتونونو په نوم خپور شوی، راغلي چې د "کابینې د پرېکړې پر بنسټ... د ښځو زده کړې تر بلې خبرتیا پورې وځنډول شوې".

د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغې ډلې د افغان نجونو لپاره د منځنيو او عالي ښوونځيو د بیرته پرانستلو مخه ونيوله، خو تر اوسه ښځينه زده کوونکو اجازه درلودله چې په پوهنتونونو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

د طالبانو د حکومت تر سیوري لاندې د پوهنتون د ړرسونو په پیل کې پوهنتونونو ته امر شوی و چې د تدریس پر مهال د نارینه او ښځینه محصلینو تر منځ پرده ځوړنده کړي.

طالبانو همداشان پوهنتونونو ته امر کړی و چې د اونۍ په بېلابېلو ورځو کې د نارینه او ښځینه محصلینو تدریس تنظیم کړي.

د نجونو او ښځو پر زده کړو د بندیزونو لګولو سربیره، د طالبانو حکومت په ټولنیز ژوند کې د ښځو په وړاندې نور محدودیتونه هم لګولي او په تیرو څو اونیو کې یې ښځې او نجونې تفریحي پارکونو ته له تګ، ورزشي کلبونو کې له تمرینونو او عمومي حمامونو ته له تګ څخه محرومې کړې دي.

نړیوالې ټولنې تل د طالبانو پر کړنو نیوکې کړي او دغه ډله یې هڅولې چې د اقلیتونو، ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي او په افغانستان کې د ټولو ډلو او توکمونو په ګډون یو ټول شموله حکومت جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG