د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: افغانستان کې ۴.۲ میلیون ماشومان ښوونځيو ته له تګ څخه محروم دي


عکس:ارشیف
عکس:ارشیف

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وايي، اوس مهال په افغانستان کې ۴.۲ میلیون ماشومان ښوونځيو ته له تګ څخه محروم دي چې شاوخوا ۶۰ سلنه یې نجونې دي.

دغه ادارې د جمعې په ورځ ناوخته ډسمبر نهمه (لېندۍ ۱۸) په دې اړه خپل راپور کې ویلي چې اوس مهال د افغانستان په یو شمېر ولایتونو په ځانګړي ډول کندهار کې ۸۵ سلنه نجونې ښوونځيو ته له تګ څخه محرومې دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس، یونیسف په روان کال کې په افغانستان کې څه باندې ۳۰۰زره ماشومانو ته چې ۵۵ سلنه یې نجونې دي د زده کړو زمینه برابره کړې ده. د دغه سازمان په وینا دوی په افغانستان کې هغه ماشومانو ته زده کړو زمینه برابره کړې چې له زده کړو څخه د محرومو ماشومانو له ډلې څخه و.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (يونیسف) تازه په ۲۰۲۳ میلادي کال کې په دغه هیواد کې د خپلو ښوونیزو پروګرامونو د پراخولو خبر ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو یادې ادارې زیاته کړې چې دغه افغان ماشومانو ته به په ۲۰زره سیمه ییزو ټولګیو کې د زده کړو زمینه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د څه باندې یو کال راپدېخوا په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا تر شپږم پورته د نجونو متوسطه او لېسې ښوونځي بند شوي چې زیات غبرګونونه یې پارولي دي.

تر دې مخکې نړیوالې ټولنې د طالبانو له حکومت څخه غوښتي و چې ښځې او نجونې د کار او زده کړو له حقوقو څخه محرومې نکړي او ژر تر ژره د نجونو پر مخ متوسطه او لېسې ښوونځي پرانیزي.

خو طالب چارواکو ویلي چې اوس مهال ښوونځيو ته د نجونو د تګ شرایط برابر نه دي او په خبره یې په دې اړه پر طرحې کار روان دی، خو تر دا مهاله بشپړه شوې نه ده.

په افغانستان کې د بشري بحران زیاتېدو په اړه اندېښنه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې دغه هیواد اوس مهال د نړۍ په سطحه له ناوړه بشري بحران سره مخ دی.

د یونیسف په وینا د دغه بشري بحران دوام پر کورنیو او په ځانګړي ډول پر ماشومانو هم منفي اغېزې کړي او اوس مهال ماشومان او کورنۍ یې په بېلابېلو برخو کې له ستونزو سره مخ دي.

د عایشې صابر په نوم د یونیسف د دفتر یوه مسؤله چې کندهار ولایت ته یې سفر کړی وایي چې ملګرو ملتونه په دغه هیواد کې د ماشومانو او کورنیو ستونزو ته د رسېدو برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو افغانستان د اړمنو هیوادونو د لست په سر کې را وستلی او ویلي یې دي چې راتلونکی کال په دغه هیواد کې اړمنو کسانو ته د مرستې رسېدو برخه کې ۱.۶۵ میلیارډ ډالرو ته اړتیا لري.

اغلې صابر زیاته کړې چې په دغه اندازه پیسو سره به ۱۹ میلیون کسانو ته چې لس میلیونه یې افغان ماشومان دي رسیدګي وشي.

XS
SM
MD
LG