د لاس رسي وړ اتصالات

اوزبکستان کې د هندي درملو کارولو له کبله ۱۹ ماشومان مړه شوي 


د  Dok-1 Max شربت
د  Dok-1 Max شربت

د هند د دارو درملو د تنظیم ادارو د دواسازۍ د یو هندي شرکت فعالیت وروسته له هغې درولی چې اوزبکستان کې د دغه شرکت د تولید شویو درملو د کارولو له کبله د ۱۹ ماشومانو مړینې سره یې اړیکې ولیدل شوه.

د اوزبکستان د روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ‌ ۲۹ دسمبر‌(مرغومي اتمه) اعلان وکړ چې لږ تر لږ ۱۹ ماشومان په سمرقند ښار کې هند د یو شرکت تولید شوي د Dok-1 Max شربت کارولو له کبله مړه شوي دي.

د هند د ماریون بیوتک د شرکت حقوقي استازي په یوې بیانیې کې ویلي چې دغه شرکت د ماشومانو په مړینې خواشینی دی او د دغو درملو تولید یې اوس لپاره درولی دی.

د هند روغتیا وزارت همداراز زیاتوي چې د هند د اترپردیش ایالت په نویدا سیمه کې یې د دغه شرکت ټول تاسیاست بررسي کړي او په منظمه توګه د اوزبکستان د روغتیا وزارت سره په اړیکه کې دي.

په دغې بیانیې کې راغلي: «د ټوخي‌ د دغه شربت نمونې اخیستل شوي دي او د دغو درملو د خرڅلاو په تړاو ځینې کسان نیول شوي هم دي.»

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند د هند د دارو جوړونې صنعت خورا مهم بللی او ټولې نړۍ لپاره یې د اعتماد وړ بللی او ویلي یې دي چې دغه ډول پيښې په جدي توګه څارل کیږي.

د اوزبکستان د روغتیا وزارت هم ویلي چې ددغه وزارت اووه کارکوونکي یې د همدغې پيښې په تړاو له دندې لیرې کړي او یو لړ انظباتي اقدامات یې تر سره کړي.

دغه وزارت زیاتوي چې د Dok-1 Max ټول شربتونه او تابلیتونه په ټول اوزبکستان کې له درملتونونو څخه لیرې کړل شوي دي.

له دې وړاندې ۷۰ ماشومان په یوګانډا کې د ریزش درملو کارولو له کبله مړه شوي و خو د هند میدن شرکت دغه ادعا ګانې رد کړې وې.

هند د “نړۍ د درملتون” په نوم شهرت لري او په تیرو لسیزو کې یې نړۍ ته د دارو درملو خپل صادرات دوه چنده زیات کړي دي. یواځې تیر مالي کال کې هند د ۲۲.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت دارو درمل نړۍ ته صادر کړي و.

XS
SM
MD
LG