د لاس رسي وړ اتصالات

داعش: د چینایانو پر هوټل بریدګر د کابل پر پوځي هوایي ډګر برید کې شامل و  


Kabul
Kabul

د داعش ډلې د کابل په پوځي هوایي ډګر د تیرې ورځې د برید مسولیت ومانه او ادعا یې کړې چې دا برید د هغه کس له خوا ترسره شو چې دمخه یې په کابل کې د چینیانو پر هوټل باندې په برید کې برخه اخیستې وه.

د سایت د استخباراتي ګروپ ویبپاڼې چې د ترهګرو ډلو اړوند خبرونه خپروي، د اعماق خبري رسنۍ په حواله چې تر ډیره د داعش فعالیتونه ترویجوي، خبر ورکړی چې دغه بریدګر د چینایانو پر هوټل باندې د برید وروسته د پیښې له ځایه روغ وتلی و.

له دې دمخه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد، ویلي وو چې د چینایانو پر هوټل باندې برید کې درې بریدګرو برخه اخیستې وه چې په وینا یې د طالبانو سره په نښته کې وژل شوي دي. طالبانو ویلي وو چې د هغه برید په ترڅ کې یواځې درې بهرنيان ټپیان شوي وو.

خو د دداعش سخت دریځو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په ټولنیزو رسنیو کې ادعا کړې وه چې په هغه برید کې ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د سایت ویبپاڼې ددغه بریدګر تصویر خپور کړی خو د هغه په هکله یې زیات معلومات ندي ورکړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ جنورۍ لومړۍ نیټه د کره شمیرو له وړاندې کولو پرته رپوټ ورکړ چې د کابل د پوځي هوایي ډګر په قراول کې په چاودنه کې څو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو د الجزیرې خبري شبکې د طالبانو د منابعو له قوله رپوټ ورکړی چې په دغه برید کې ۱۴ تنه وژل شوي او ۱۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG