د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د کابل نظامي هوايي ډګر قراول کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې


د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د کابل نظامي هوايي ډګر په بهرني قراول کې د یوې چاودنې خبر ورکړی او وايي چې مرګ ژوبله یې اړولې ده.

دغه چاودنه نن یکشنبه سهار ۸:۰۰ بجې جنورۍ لومړۍ (مرغومې ۱۱) رامنځته شوې ده، خو تر دا مهاله یې هدف او نوعیت معلوم نه دی.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور په دې اړه امریکاغږ ته وویل: "نن سهار د کابل نظامي هوايي ډګر په بهرني قراول کې چاودنه وشوه چې له امله یې زموږ یو شمیر هېوادوال شهیدان او ټپیان شول."

ښاغلي ټکور په دغه چاودنه کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات ورنکړل، خو زیاته یې کړه چې په دې اړه څېړنې رواني دي چې بشپړه معلومات به یې وروسته له رسنیو سره شریک شي.

تر دا مهاله په کابل کې د نننۍ چاودنې مسؤلیت کومي وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی،خو تر دې مخکې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د چاودنو مسؤلیت د داعش ـ خراسان څانګی منلی دی.

په داسې حال کې چې طالبان پر افغانستان تر خپل حاکمیت وروسته د بشپړه امنیت رامنځته کېدو ادعا کوي، خو په څه باندي یو کال کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې مرګونې چاودنې شوي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ د بدخشان لپاره د طالبانو امنیه قوماندان مولوي عبدالحق ابوعمر له دوو نورو کسانو سره په مرکز فیض اباد کې د یوې چاودنې له امله ووژل شو.

تر هغه مخکې په کابل کې د یو هوټل پر مېلمستون د وسله والو کسانو په برید کې د درې کسانو د وژل کېدو او څه باندي ۲۰ تنو د ژوبل کېدو خبر ورکړل شوی و.

XS
SM
MD
LG