د لاس رسي وړ اتصالات

مسکو: په ختیځ اوکراین کې په برید کې ۶۳ روسي پوځیان وژل شوي  


د روسیې د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ جنورۍ دوهمه (مرغومي ۱۲) رپوټ ورکړی چې د اوکراین په ختیځ کې د اوکریني پوځیانو په برید کې ۶۳ روسي پوځیان ووژل شول.

کیف پرته له دې چې ددغه برید مسولیت ومني ویلي دي چې د روسیې تر کنترول لاندې د دونتسک سیمې په ماکیفا ښار کې ددې برید مرګ ژوبله تر هغه څه ډیره زیاته ده چې مسکو یې رپوټ ورکړی دی.

د روسیې د دفاع وزارت د یو بیان په خپرولو سره ویلي دي چې: "د تجمع په یو موقتي مرکز باندې د څلورو میزایلو د لګیدلو په نتیجه کې...۶۳ روسي پوځیان ووژل شول."

پدې بیان کې راغلي دي چې پدې پیښې کې د وژل شویو پوځیانو د خپلو وانو او کورنیو سره لازمې مرستې او ملاتړ برابر شوی دی.

د روسیې د دفاع وزارت نه دي ویلي چې دا برید څه وخت شوی دی، خو ګمان کیږي چې اوکرایني ځواکونو د نوي میلادي کال په لومړۍ ورځ پر روسي پوځیانو برید کړی دی.

په اوکراین کې د روسي پلوي جلاغوښتونکو پخواني مشر ایګور سترلکوف، ویلي دي چې دا برید د جنورۍ په لومړۍ نیټه د روسي پوځیانو د تجمع په یو مرګز باندې شوی چې د هغه په وینا، په برید کې "سلګونه پوځیان" وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د روسیې د دفاع وزارت له لورې په دومره لوړه کچه د روسي پوځیانو د وژل کیدو د خبر تائید بیساری دی. د کرملین منتقدین، روسي مقامات پدې تورنوي چې د اوکراین په جګړه کې د روسي پوځیانو تلفات کم اهمیته ښیي او شمیرې د اصلي مرګ ژوبلې څخه ډیرې کمې خپروي.

XS
SM
MD
LG