د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین: لویدیځ غواړي روسیه 'ټوټه ټوټه' کړي  


د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين يو ځل بيا د اوکراین پر ملاتړو لوېديځو هېوادونو لفظي بريد وکړ او ادعا يې وکړه چې لوېديځ هڅه کوي روسيه "ټوټه ټوټه" کړي.

پوتین د روسیې له ملي تلویزیون سره په مرکه کې وویل: "د روسیې د جیو پولیټیک مخالفینو د پالیسي په سر کې دا ده چې تاریخي روسیه ټوټه ټوټه کړي."

ولسمشر پوتین دا ادعا هم کړې چې لویدیځ تل د روسیې د "ویش او مغلوبولو" هڅه کړې. هغه وویل: "زموږ هدف بل څه دی – چې د روسیې خلک متحد کړو."

د "تاریخي روسیه" د کلمې د کارولو څخه د پوتین موخه پر هغه استدلال ولاړه ده چې ګواکې د اوکراین خلک او روسیه یو دي ترڅو ددې اصطلاح په کارولو سره د اوکراین ملي حاکمیت تر پوښتنې لاندې راولي او په دې هیواد خپل نظامي یرغل توجیه کړي.

پوتین وویل: "موږ په سم لوري عمل کوو، موږ د خپلو ملي ګټو ساتنه کوو، موږ د خپلو اتباعو او خلکو د ګټو ساتنه کوو."

هغه یو ځل بیا هغه ادعاوې تکرار کړې چې ګواکې مسکو د جګړې د پای ته رسولو لپاره "په دې بهیر کې د ټولو ښکیلو اړخونو سره خبرو اترو ته چمتو دی چې د منلو وړ حل لاره" پیدا شي.

لوېديځ په تېره بيا امريکا د اوکراين په کلکه ملاتړ کړی، پر دغه هېواد يې د روسيې پوځي يرغل غندلی او تر اوسه یې کيف ته لسګونه ميليارده ډالره پوځي او بشري مرستې ورکړي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي پر دغه هیواد د روسیې له برید وروسته د خپل لومړي بهرني سفر په ترڅ کې په واشنګټن کې د امریکا له ولسمشر او د کانګرس له وکیلانو سره وکتل او د امریکا لورې له کیف سره د بې پرې ملاتړ ژمنه وکړه.

د متحده ایالاتو د استازو جرګې د جمعې په ورځ دسمبر ۲۳، د اوکراین لپاره د ۴۵ میلیارد ډالرو مرستې بسته تصویب کړه، چې د پیټریوټ هوایي دفاعي سیسټم هم په کې شامل دی.

د روسیې ولسمشر اوکرایین ته د پاتریوت توغندیو د سیسټم د ورکولو په اړه د امریکا ژمنې ته په اشارې سره وویل: "یقیناً موږ هغه له منځه وړو، سل په سلو کې!"

د پیټریوټ هوايي دفاعي سیسټم ترلاسه کول د کیف لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وه او د اوکراین لپاره د متحده ایالاتو د قوي ملاتړ نښه بلل کیږي.

پیټریوټ د ځمکې څخه هوا ته د رهبري شویو توغندیو سیسټم دی چې کولی شي الوتکې، کروز توغندي او د لنډ واټن بالسټیک توغندي په نښه کړي او هدف ته له رسیدو دمخه یې په هوا کې له مینځه یوسي.

د دې مقالې په چمتو کولو کې د اسوشیټیډ پریس او فرانس پرس راپورونه کارول شوي دي.

XS
SM
MD
LG