د لاس رسي وړ اتصالات

د کوکنارو پر ځای تازه سبزۍ کرو او له ګټې یې خوښ یو – د بلخ کروندګر


د کوکنارو پر ځای تازه سبزۍ کرو او له ګټې یې خوښ یو – د بلخ کروندګر
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:07 0:00

د بلخ یو شمیر کروندګر وايي، له هغه راهیسې چې د طالبانو مشر د کوکنارو په کرلو بندیز لګولی دوی اوس د کوکنار پرځای د سبزیجاتو کرلو ته مخه کړې ده او په ځینو سیمو کې کروندګر نسبتا ښه عاید هم اخیستی دی.

د بلخ یو شمیر کروندګر وايي، له هغه راهیسې چې د طالبانو مشر د کوکنارو په کرلو بندیز لګولی دوی اوس د کوکنار پرځای د سبزیجاتو کرلو ته مخه کړې ده او په ځینو سیمو کې کروندګر نسبتا ښه عاید هم اخیستی دی.

ددې ولایت د دهدادي ولسوالۍ کروندګر وايي چې د کوکنارو پر ځای تازه سبزیجات کرلو ته یې ځکه مخه کړې ده چې په وینا یې کوکنار وو او د طالبانو د حکومت له خوا پرې بندیز هم لګېدلی.

د دهدادي ولسوالۍ د شیرمست کلي یو تن کروندګر خالد وايي چې هغه په خپله لس جریبه ځمکه کې ګندنه، دڼیا او داسې نور سبزیجات کرلي دي.

ددغه کروندګر په وینا سبزیجاتو عاید ښه دی او د همدې له امله په دغه ولسوالۍ کې ډېری کروندګر سبزي کري.

خالد وايي، کوکنار ځکه نه کري چې بې ګټې کښت او حرام هم دی.

خالد امریکا غږ ته وویل: "ما لس جریبه ځمکه کې ګندنه کرلې ده.ددې لپاره چې ګندنه د خلکو لپاره ښه ده او په بازار کې ارزش هم لري. په دهدادي کې ډېری خلک ترکاري کري ځکه چې عاید یې ښه دی او له کوکنارو ښه ده".

دغه کروندګر وايي ترکاري ځکه کري چې د کال په څلورو فصلونو کې حاصل کوي او ښه بازار هم لري.

دی وايي په کال کې له یو جریب ځمکې څخه تر دوه لکو افغانیو سبزي پلوري.

په دهدادي ولسوالۍ کې کروندګر په ژمي کې د پلاستیکونو لاندې تازه سبزي کري، کروندګر وايي له دې لارې کولای شي د ژمي په سړه هوا کې هم سبزي وکري.

XS
SM
MD
LG