د لاس رسي وړ اتصالات

سړې هوا د افغانستان په بادغیس ولایت کې د ماشومانو په ګډون اته تنه مړه کړي


د افغانستان په ځینو برخو کې د سړې هوا څپو سره هم مهاله په بادغیس ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د سړې هوا له امله د اتو تنو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د طالبانو تر کنترول لاندې د باختر دولتي خبري آژانس د دوشنبې په ورځ جنورۍ ۱۶مه (مرغومي ۲۶) د بادغيس ولايت د سيمه ييزو مقاماتو په حواله خبر ورکړی چې په تيرو دوو ورځو کې د يوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون درې تنه په بالامرغاب ولسوالۍ او پنځه تنه نور په قادس ولسوالۍ کې مړه شوي دي.

د بادغیس د ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند احمد حنظله ویلي، د دغو قربانیانو زیات شمیر ماشومان او ښځې دي. حنظله زياته کړه، چې په دې ولايت کې سړه هوا په بې ساري ډول زیاته شوې او د دې ولايت په ځينو برخو کې د مرګ ژوبلې د زياتېدو احتمال شته.

په بادغیس کې د طالبانو چارواکو همداشان ویلي، چې په دغه ولایت کې د سړې هوا له امله یوازې د دغه ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې ۴۴۷۰ څاروي مړه شوي دي.

د راپورونو له مخې، سختې یخنۍ په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم مرګ ژوبله اړولې، خو د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د بادغیس ولایت سربیره په کابل او د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم سخته یخنۍ په بې ساري ډول لوړه شوې او د دغه وضعیت دوام د دغه هیواد اتباع له ستونزو سره مخ کړي دي.

دوه ورځې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا (OCHA) ویلي و چې په راتلونکو ورځو کې به د هېواد په ځینو برخو کې د هوا درجه منفي ۳۵ درجو ته ورسېږي.

د اوچا په وینا، ملګري ملتونه د خپلو نورو همکارانو سره د سړې هوا له ګواښ سره د مخامخ خلکو په ګډون د اړو کورنیو سره مرستو ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو ویلي وو، چې د هوا په سړېدو سره په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۴،۴ میلیونه وګړي په ناهیلۍ کې ژوند کوي.

اوچا د نومبر په ۲۲ (لیندۍ اول) په یو ټویټ کې ویلي وو چې اوس مهال زیات شمیر اړې کورني خورا سړه هوا تجربه کوي او هغوی بیړنو مرستو لکه ګرمې جامې، سرپناه او د تودوخې لپاره نغدي پیسو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG