د لاس رسي وړ اتصالات

يوناما د نغدي مرستو په اړه د افغانستان بانک اعلاميه ګمراه کوونکې وبلله


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ يا (يوناما) د طالبانو تر رهبرۍ لاندې د افغانستان بانک اعلاميې ته غبرګون ښودلى او د نړيوالې ټولنې د نغدي بشرې مرستو د بهير په اړه يې د هر ډول غير مسول بنسټ څرګندونې "ګمراه کوونکي" بللي.

د افغانستان بانک تر شاوخوا يوې مياشتني ځنډ وروسته پرون شنبه يو ځل بيا کابل ته د نړيوالې ټولنې د ۴۰ میلیون امريکايي ډالرو نغدي بشري مرستې کڅوړې رسېدو خبر ورکړ.

ياد بانک ويلي چې دغه پيسې په کابل کې یو سوداګریز بانک ته سپارل شوي دي. د افغانستان بانک هيواد ته د اسعارو د راتګ د هرکلي ترڅنګ هيله ښودلې چې دغه پيسې د بانکي سکتور له لارې ولګول شي.

دغه بانک زياته کړې: "د افغانستان بانک رهبري هيواد ته د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو د هر کلي تر څنګ، هیله لري چې دا مرستې د بانکي سکتور له لارې تر سره شي."

يوناما د شنبې په ورځ ناوخته جنورۍ ۱۴ (مرغومي ۲۴) د افغانستان بانک اعلاميه يو ځل بيا پر خپل ټويټر پاڼه خپره کړې او زياته کړې ده : " د دغه سازمان د مرستندويه صندوق د نغدي بشري مرستو په اړه د ملګرو ملتونو له سازمان پرته د نورو بنسټونو اعلاميې ګمراه کوونکي او بې فايدې دي."

يوناما يو ځل بيا افغانستان ته د نړيوالې ټولنې د نغدي بشري مرستو رسېدو په اړه وضاحت ورکړى چې دغه نغدي بشري مرستې په يوخصوصي بانک کې د دغه سازمان په حساب کې ساتل کيږي.

د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ په وينا په افغانستان کې ددغه سازمان مرستندويه بنسټونه له دغه پيسو څخه د بشري مرستو لپاره استفاده کوې. تر يوې مياشتې ځنډ وروسته دا لومړى ځل دى چې افغانستان ته د نړيوالي ټولنې د نغدي بشري مرستو ۴۰ ميليون ډالرو کڅوړه رسيږي.

مخکې داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا پر ښځو د محدوديتونو په غبرګون کې ممکن له دغه هيواد سره د نړيوالې ټولنې نغدي بشري مرستې چې هره اونۍ به افغانستان ته راتللې بندې شوي وي.

يوناما تر هغه وروسته وويل چې دغه نغدي مرستې د طالبانو او افغانستان بانک په اختيار کې نه ورکول کيږي.

يوناما دجنورۍ مياشتې پر ١٩مه نېټه اعلاميه کې ويلي و چې د ٢٠٢١ کال د ډسمبر مياشتې څخه شاوخوا ۱.۸ ميليارد نغدي بشري مرستې د ملګرو ملتونو د مرستندويه بتسټونو د بشري فعاليتونو لپاره افغانستان ته انتقال شوي دي.

XS
SM
MD
LG