د لاس رسي وړ اتصالات

ناسا د کم مصرفه الوتکو په اړه د بوینګ څېړنیزې پروژې ته ۴۲۵ میلیون ډالر ورکوي


د ناسا یوه تحقیقاتي الوتکه
د ناسا یوه تحقیقاتي الوتکه

د امریکا د متحدو ایالتونو د فضايي تحقیقاتو اداره (ناسا) وايي چې د بوینګ هوايي شرکت او نورو همکارو شرکتونو ته یې په الوتکو کې د تیلو د کم او اغیزناک مصرف د تحقیقاتي پروژې لپاره ۴۲۵ میلیون ډالر ورکوي.

د جوبایډن حکومت هڅه کوي چې د الوتکو او هوايي پروازونو له کبله د سونګ مواد استعمال کم او ورسره د چاچېریال ککړکتیا کمه شي.

دا پروژه د «دوامداره پرواز نمونه» نومېږي چې هدف یې د تیلو د ډېر مصرف مخنیوی دی.

ناسا وايي، «د هوا د ککړتیا د مخنیوي په موخه د یوې بشپړې نمونه الوتکې د جوړولو، ازمویلو، پرواز او ټکنالوژیو د تثبیت دپاره" له بوینګ سره په ګډه کار کوي.

د رویټرز خبري اژانس وايي چې د قرارداد په اساس په دې پروژې باندې ټولټال ۷۲۵ میلیون ډالر لګښت راځي چې ۴۲۵ میلیون ډالر به یې ناسا ورکوي او پاتې برخه به یې بوینګ او همکار شرکتونه ورکوي.

لا معلومه نه ده چې دا پروژه کله بشپړېږي. د اقلیم بدلون ضد او د چاپیریال ساتنې فعالان په صنعتي هېوادونو باندې انتقاد کوي چې د سونګ توکو د ډېرې کارونې له کبله یې په نورو ستونزو سربېره چاپېریال ککړ کړي چې له کبله په ډېرو سیمو کې وچکالۍ راځي او یو شمېر ناروغۍ یې هم زېږولي دي.

XS
SM
MD
LG