د لاس رسي وړ اتصالات

ناسا ځمکې ته ورته سیاره کشف کړه


د متحدو ایالتونو د ملي فضایي ادارې "ناسا" پوهان وایي داسې یوه سیاره یې کشف کړې چې د ځمکې په اندازه لویه ده او د خپل یوه ستوري د زیست وړ سیمې په مدار کې څرخیږي.

دا سیاره TOI 700 e د TOI 700 نظام یوه برخه ده چې ۹۵ سلنه د ځمکې په اندازه ده او داسې ښکاري چې د ځمکې په شان تیږي لري. خو ددې په اړه چې ایا په دې سیاره کې حیات موجود دی که نه، معلومات ندي ورکړل شوي.

ناسا ددې سیارې په اړه معلومات له خپل Transiting Exoplanet Survey سټلایت څخه ترلاسه کړي دي.

د کالیفرونیا په سهیل کې د ناسا د یو لابراتوار یوې مسولې ایملي ګیلبرت چې دا ماموریت رهبري کوي په یوې اعلامیه کې ویلي چې دا یو له هغو محدودو نظامونو څخه دی چې د زیست وړ سیارې لري.

ګیلبرت زیاته کړه چې Transiting Exoplanet Survey د وړو نړیو په موندلو کې مرسته کوي.

د ناسا د علمي ماموریت د ریاست سلاکار پال هیرتز ویلي چې دا سپوږمکۍ په ۲۰۲۰ کال کې طرحه او ولیږدول شوه او دنده یې د ځمکې په اندازه د هغو سیارو موندل دي چې د نږدې ستورو په شاوخوا کې څرخیږي.

د TOI 700 e سیاره په ۲۸ ورځو کې د خپل یوه ستوري په مدار کې څرخیږي، هغه ستوری چې کابو ۱۰۰ نوري کاله له ځمکې فاصله لري.

په ۲۰۲۰ کال کې له نیویارک څخه یو تنکي ځوان چې په ناسا کې عملي کار زده کاوه، یوه سیاره کشف کړه چې ۶.۹ سلنه له ځمکې لویه وه او د دوو ستورو په مدار کې څرخیدله. ناسا وویل هغه سیارې چې د دوو ستورو شاوخوا څرخیږي، معمول ساده کار ندی.

XS
SM
MD
LG