د لاس رسي وړ اتصالات

د ناسا یوه له کاره لویدلې سپوږمکۍ په ځمکه راغورځيږي 


دا سپوږمکۍ د «ځمکې د وړانګو بودیجه» نومېږي چې په ۱۹۸۴ میلادي کال کې د «چلنجرز فضايي» بېړۍ په واسطه وتوغول شوه
دا سپوږمکۍ د «ځمکې د وړانګو بودیجه» نومېږي چې په ۱۹۸۴ میلادي کال کې د «چلنجرز فضايي» بېړۍ په واسطه وتوغول شوه

د امریکا د فضايي تحقیقاتي ادارې (ناسا) کې سایسنسپوهان وايي چې یو له کاره لویدلې سټلایټ (سپوږمکۍ) له فضا څخه لاندې په ځمکه راغورځېږي.

ناسا وايي چې د دغې سپوږمکۍ د پاتې شونو د غورځېدو له کبله خلکو ته د زیان اوښتو کچه «بیخي» کمه ده.

سایسنپوهان وايي چې دا سپوږمکۍ ۵۴۰۰ پونډه (۲۴۵۰ کیلوګرام) ده او د بېرته راغورځېدو په مهال به اور واخلي او ختمه به شي، خو ویل کېږي چې ځینې برخې به یې سلامت ځمکې ته راښکته کېږي.

ناسا د دغې سپوږمکۍ د غورځېدو له کبله خلکو ته د زیان اوښتو چانس په ۹۴۰۰ سلنې کې یوه سلنه بللې ده.

د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت ویلي چې دا سټلایټ به د امریکا په وخت د یکشنبې په شپه جنوري اتمه (مرغومې۱۸) ځمکې ته راښکته کېږي چې شاوخوا ۱۷ ساعته به نیسي.

خو د کالیفورنیا په ایالت کې هوايي فضايي‌ شرکت (Aerospace Corp) وايي چې د سټلایټ پاتې شونې به د دوشنبې په سهار را ښکته کېږي چې شاوخوا ۱۳ ساعته به نیسي. وايي له سټلایټ سره یوه بله وسیله هم شته چې د افریقا، اسیا او منځني ختیځ په ګډون به د شمالي او جنوبي امریکا د لویدیځو برخو له تېرېږي.

دا سپوږمکۍ د «ځمکې د وړانګو بودیجه» نومېږي چې په ۱۹۸۴ میلادي کال کې د «چلنجرز فضايي» بېړۍ په واسطه وتوغول شوه.

که څه هم د دغې سپوږمکۍ د کار موده دوه کاله اټکل شوې وه خو هغې تر ۲۰۰۵ کال پورې، چې له کاره لویدله، د اوزون او نورو اتموسفیرونو اندازه کولو بهیر روان وساته.دې سپومکۍ دا مطالعه کوله ځمکه څنګه له لمر څخه انرژي اخلي او خپروي.

په فضا کې لومړۍ امریکایي مېرمن سالي رایډ د روبات د مټ په واسطه دا سپوږمکۍ په مدار کې خوشې کړه. په همدغه ماموریت کې په لومړي ځل یوه امریکایي ښځې کاترین سولیوان په فضا کې قدم وواهه، او دا لومړی ځل و چې دوې ستورې مزلې په فضا کې وګرځېدې.

دا د میرمن رایډ لپاره دویم او وروستی فضايي پرواز و چې بیا په ۲۰۱۲ کال کې مړه شوه.

XS
SM
MD
LG