د لاس رسي وړ اتصالات

خپلې بیسوادۍ په نشو روږدی کړم - تر درملنې لاندې معتاد 

خپلې بیسوادۍ په نشو روږدی کړم - تر درملنې لاندې معتاد 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:58 0:00

د مزارشریف په ښار کې که څه هم پدې وروستیو کې په سلګونو معتادین له ښار راټول شوي دي خو د درملنې لاندې یو شمیر معتادین چې ایران ته د کار لپاره تللي وو وايي، هلته د خپلې بې سوادۍ او دا چې د درنو کارونو له درد بیغمه شي د نشو په دایمي اعتیاد اخته کړي دي. 

په مزار شریف کې تر درملنې لاندې یو معتاد محمد نبي چې په ایران کې د مزدورۍ په مهال روږدی شوی دی وايي، بیسواده و او په دې نه پوهېده چې اعتیاد به یې ټول عمر وکړوي.

هغه زیاتوي که په دې پوهېدلی وای چې معتاد کېږي نو هیڅکله به یې نشه يي توکو ته مخه نه وه کړې.

د بلخ د چمتال ولسوالۍ دا اوسېدونکی محمد نبي له تېرو ۱۵ راپدېخوا په تریاکو او شیشې روږدی دی.

محمد نبي امریکا غږ ته وویل: "۲۵ کلن وم تهران ته ولاړم. هلته مې د موټر شويي کار کاوه، دغه موټرو والا معتادین و هغوی به لږ لږ راکول. ویل به يې نه معتاد کېږې. ژمې و واوره پرته وه. هغوی به ویل دغه شیشه وخوره بیا ګرمیږې."

دی وايي چې له یوې خوا د مسافرۍ او یوازیتوب ژوند او همداشان د هغه ناپوهي ددې لامل شوه چې په نشه يي توکو روږدی شو.

د محمد نبي په خبره که پوهېدی چې معتاد به شي نو هیڅکله به یې نشه يي توکي نه وو کارولي.

محمد نبي وايي چې د شیشې او تاریاکو استعمال یې په جسمي او رواني روغتیا ډېرې بدې اغېزې کړې وې.

هغه چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د معتادینو د درملنې په یوه کمپ کې تر درملنې لاندې دی وايي چې اوس په بشپړه توګه صحتمند شوی دی.

د محمد نبي په څېر ګڼ شمېر ځوانان د بیکارۍ له امله ګاونډی هېواد ایران ته مهاجر شوي دي، چې هلته د مسافرۍ له کړاوونو ډک ژوند او ناپوهۍ له امله په نشه یي توکو روږدي کېږي.

XS
SM
MD
LG