د لاس رسي وړ اتصالات

جي-۷ په روسیې نوي بندیزونه لګوي؛ امریکا وايي بندیزونو روسیه ځپلې ده


د جي-۷ هېوادونو استازي
د جي-۷ هېوادونو استازي

په داسې حال کې چې سبا جمعه فبروري ۲۴ (کب پنځمه) په اوکراین باندې د روسیې د یرغل یو کال پوره کېږي، د جي-۷ هېوادونو وزیرانو نن پنجشنبه په مسکو باندې د نویو بندیزونو په لګولو بحثونه کړي‌ دي.

د جي-۷ هېوادونو وزیرانو د هند د بنګلور په ښار کې په غونډې کې په مسکو باندې د نویو بندیزونو او اوکراین سره د نویو مرستو په اړه خبرې کړې دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو یو لوړ پوړي مقام وویل چې هغوی او متحدین یې پلان لري چې په روسیې باندې «د نویو بندیزونو لویه لړۍ» پيل او اعلان کړي. خو وخت یې معلوم نه دی.

د امریکا د خزانې وزیرې جانیت یلین د جي-۷ غونډې ته وویل چې په تېر یو کال کې لګول شویو بندیزونو روسیه ډېره بده ځپلې ده.

هغې وویل: «تر دې دمه زموږ بندیزونو په روسیې باندې ډېر منفي اغیز کړی دی... روسیه اوس د بودیجې له پام وړ کسر سره مخامخ ده.»

جانیت یلین زیاته کړه: «دا [روسیې] ته ډېره سخته ده چې د خپلو مهماتو د تکمیل اړتیا پوره کړي، د بېلګې په توګه د هغو ۹۰۰۰ ټانګونو بیا رغول چې په جګړې کې زیانمن شوي دي.»

د هسپانیا صدراعظم پیدرو سانچیز په خپل ټویټر کې لیکلي‌ دي چې «اروپا ته د سولې تر بیا راتګ پورې به د اوکراین سره» ولاړ وي. دی په اورګاډي کې اوکراین ته تللی او د هغه هېواد له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره یې لیدلي دي.

د سولې په طرحې رایه اچوونه

ټاکل شوې چې نن د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې په هغې طرحې باندې، چې په اوکراین کې «عادلانه او دوامداره سوله» غواړي، رایه اچوونه وشي. کیف او ایتلافیان یې د دغې طرحې ننګه کوي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمترو کیولیبا ملګرو ملتونو ته ویلي دي: «په معاصر تاریخ کې هېڅکله هم د ښه او بد ترمنځ کرښه داسې روښانه نه وه. یو هېواد په رښتیا په سوله کې ژوند کول غواړي. بل بیا قتل او بربادي‌غواړي.»

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي لویدیځ تورن کړی چې د روسیې د ماتولو لپاره «د جګړې کندې ته د ټولې نړۍ د ټیل وهلو لپاره چمتو» دی.

اخوا، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین په جګړې کې د خپلو ځواکونو د غښتلې کولو خبره کړې ده.

هغه په مسکو کې«په سور میدان، د ګمنامه سپاهي» د یاد په څلي کې دګلونو ګېډۍ کېښوده. هغه په یو ویدويي بیانا کې وویل: «موږ به د خپلو دفاعي وړتیا قوي کولو ته به لومړیتوب ورکړو.»

هغه د خپلو سرتېرو، چې په اوکراین کې «زړور جنګېږي او زموږ د تاریخي ځمکو څخه دفاع کوي» ستاینه وکړه او زیاته یې کړه: «موږ به خپل ځواکونه د یرغل،پېژندنې او ارتباطاتو په نویو سیستمونو مجهز کوو.د روسیې نه ماتېدونکی اتحاد زموږ د بري کیلي ده.»

روسیې تېرکال د فبرورۍ په ۲۴ نېټه په اوکراین باندې یرغل وکړ، امریکا او لویدیځ متحدینو یې دا یرغل وغنده او له اوکراین سره یې پوځي او بشري مرستې پیل کړې چې د مسکو په خلاف دا جګړه وګټي. په لویدیځو هېوادونو کې سرچېنې وايي چې د اوکراین د جګړې په هره غاړه کې «۱۵۰۰۰۰ کسان وژل شوي» دي.

XS
SM
MD
LG