د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنه د روسیې په پوځ او د ایران د ډرون په شرکتونو بیساري بندیزونه غواړي


د ایران بې پیلوټه الوتکې
د ایران بې پیلوټه الوتکې

د اروپايي ټولنې اجرايي څانګې نن چهارشنبه فبروري ۱۵ (سلواغه ۲۶) په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له کبله د داسې نویو بندیزونو وړاندیز وکړ چې د ۱۱ میلیارد یورو [۱۱.۸ میلیارډ ډالر] په ارزښت د [توکو] صادرات بندوي او د ایران د بې پیلوټه الوتکو تولید په نښه کوي.

د اروپايي ټولنې د کمېسیون مشرې اورسلا وان دیر لاین هیله وښوده چې د جي-۷ اقتصادونو د ګډو بندیزونو د برخې په توګه د دغه اتحاد ۲۷ غړي دا نوی وړاندیز ومني. د بندیزونو دا نوی طرحه په اوکراین باندې د روسیې د یرغل د لومړي کال د پوره کېدو په درشل کې مخې ته کړل شوې ده.

اورسلا وویل چې اروپايي ټولنه به ټول هغه «صنعتي توکي چې روسیه ورته ضرورت لري په نښه» کوي. هغې په دې لړ کې «برېنښايي وسایل، ځانګړي موټرونه، د ماشین الاتو پرزې او د لویو موټرونو او جټ د انجینونو پرزه جات، چې روسیه یې د درېیم هېواد له لارې هم نشي وارد کولای» یاد کړل.

نوموړې همدغه راز وویل چې اروپايي ټولنه روسیې ته د ۴۷ نورو برېنښايي وسایلو د انتقال بندول هم غواړي چې «د هلیکوپترونو، میزایلو او د روسیې د وسلو په سیستمونو کې کارول کېدای» شي.

په دغه نویو بندیزونو کې به د ایران هغه فابریکې هم په نښه کېږي چې روسیې ته بې پیلوټه الوتکې صادروي او هغه یې د اوکراین په جکړې کې کاروي.

اورسلا وان دېر لاین وویل چې«د ایران انقلابي ګارد روسیې ته د شهید ډرونونه» ورکوي او له همدې کبله دوی هم غواړي چې «د ایران اوه بنسټونه هم په دغو بندیزونو» کې شامل کړي.
د تېرکال د فبرورۍ له ۲۴ نېټې څخه، چې مسکو په کیف باندې یرغل پیل کړی دی، اروپايي ټولنې په روسیې باندې اوه بندیزونه لګولي دي چې د دغه هېواد د تيلو صادرات هم په کې شامل دي.

خو په اروپايي ټولنې کې ځیني دپلوماتان وايي دوی د وخت په تېرېدو سره نپوهېږي چې د روسیې په نورو کومو برخو باندې نور بندیزونه ولګوي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزيپ بوریل وویل چې په نویو بندیزونو کې به د روسیې ۱۰۰ افراد او بنسټونه هم شامل وي چې زیرمې به یې ګنګل کېږي او د ویزو د بندیزونو په لست کې به شامل کېږي.

هغه وویل: «په دوي کې به په پوځي فعالیتونو، سیاسي پرېکړو، تبلیغاتو او غلطو معلوماتو د خپرولو مسولین شامل دي.»

نوموړي زیاته کړه:« موږ هغه کسان په نښه کوو چې د انسانانو په تښتولو، روسیې ته د اوکرایني ماشومانو په انتقالولو، د ماشومانو په اجباري فرزندۍ او د اوکراین د منابعو په لوټ تالان کې شامل دي.»

XS
SM
MD
LG