د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا روسیه له اتومي قرار داد څخه په سرغړونې تورنه کړه


متحدو ایالتونو د سه شنبې په ورځ جنوري ۳۱ (سلواغې ۱۱) روسیه تورنه کړه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اتومي وسلو د کنټرول له قرار داد څخه سرغړونه کوي.

واشنګټن ادعا کوي چې مسکو په هغه هیواد کې د څارنې فعالیتونو ته اجازه نه ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي:" د څارنې د فعالیتونو لپاره د زمینې د مساعدیدو په برخه کې د روسیې ممانعت متحده ایالات د قرار داد پر اساس د خپلو مهمو حقونو د عملي دریدو ته اړ کوي او د امریکا او روسیې ترمنځ د اټومي وسلو د کنټرول بقا ګواښي."

د امریکا او روسیې ترمنځ د اټومي وسلو د کنټرول قرار داد NEW STSRT د دواړو هیوادونو ترمنځ د اټومي‌ وسلو د کنټرول یو مهم تړون ګڼل کیږي. دا تړون د اټومي وسلو د کنټرول په برخه کې له سړې جګړې راوروسته د دواړو هیوادونو د هڅو مهم ستون دی.

د ‌New START تړون په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د امریکا او روسیې ترمنځ لاسلیک او په ۲۰۱۱ میلادي کال کې پلی شو او په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د پنځو نورو کلونو لپاره وغځید.

دا قرار داد د متحدو ایالتونو او روسیې د ستراتیژیکو اتومي کوپړیو شمیر او همدارنګه د مزایلو او بم غورځونکو په واسطه ددغو کوپړیو د لیږد اندازه معلوموي. دغه دوه هیوادونه تر اوسه هم د نړۍ ۹۰ سلنه اټومي کوپړۍ لري.

واشنګټن هڅه کړې دغه اټومي قرار داد وساتي خو د دواړو هیوادونو ترمنځ روابط کابو یو کال مخکې پر اوکراین د روسیې د برید له امله خپل خراب حد ته روسیدلي دي.

مسکو په اګست میاشت کې د قرار داد پر اساس له څارونکو سره همکاري وځنډوله. یاد هیواد پر اوکراین د روسیې له برید وروسته د واشنګټن او د واشنګټن د متحدینو له خوا پر سفرونو بندیزونه مقصر وبلل خو ویې ویل چې د قرار داد عملي کیدو ته لا هم ژمن دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي روسیه څارونکو ته د اجازې په ورکولو سره د قرار داد د عملي کیدو په برخه کې "روښانه لار" لري.

روسیې د دوشنبې په ورځ متحدو ایالتونو ته وویل کیدای شي قرار داد په ۲۰۲۶ میلادي کال کې له بل ځای ناستي قرار داد پرته پای ته ورسیږي، هغه هیواد ادعا کوي واشنګټن هڅه کوي په اوکراین کې د روسیې د جګړې په خاطر مسکو ته "ستراتیژیکه ماته" ورکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي ریابکوف د هغه هیواد دولتي ټلویزیون RIA ته ویلي ددې امکان ډیر دی چې له ۲۰۲۶ کال وروسته د اټومي وسلو د کنټرول قرار داد نه وي.

XS
SM
MD
LG