د لاس رسي وړ اتصالات

تاریاک بند دي او طالبانو د بدیل کښت مرسته نده کړې – یو کروندګر


 د کوکنارو
د کوکنارو

په کندهار کې د تاریاکو یو شمیر پخواني کروندګر چې اوس یې د کوکنارو په ځای نور کښتونه کرلي دي وايي، سږ کال د کوکنارو په نسبت له نورو کښتونو هیڅ ګټه نده اخیستې او د طالبانو حکومت هم ورسره د بدیل معیشت په برخه کې مرسته نده کړې.

د تاریاکو ځینې پخوانی کروندګر چي پر خپله ځمکه یې سبزي کرلې وایې چې د مارکېټ د نشتوالي له کبله یې د سږکال کښت یوازي خپل لګښت پوره کړی.

د سبزیو پر دې څلور جریبه پټي شنه پیاز کرل شوي او د سبزي پالک کښت یې تېره اونی اخیستل شوی. کرونده ګر یې نقیب الله وایې چې د سبزیو د مارکېټ نشتوالی لویه ستونزه ده.

نوموړي چې پخوا د تریاکو کښت کاوه زیاتوي چې دا مهال د غنمو د کښت هم پرې ناوخته شوی او د سبزیو له کښت څخه یې هم مالي ګټه نده تر لاسه کړې.

هغه وویل: د سبزیوحاصل مو واخیست خو بازار یې نه در لود یوازي یې خپل لګښت پوره کړ، اوس شنه پیاز مارکېټ ته د پلور لپاره وړو چې داهم چندان بیه نلري د غنمو د کښت وخت را څخه تېر شوی که کرونده ګرو ته د زغفرانو او انجې تخمونه ور کړل شي موږ پر خپلو ځمکو ګټور کښت کولای شو.

د تریاکو پخواني کروندگر وایې چې د تریاکو له کښت څخه منع شوي خو چا یې د بدیل کښت په برخه کې مرسته نده کړې.

د جنوب په ټولو ولایتونو کې زیات کرونده ګر لاهم په دودیزه بڼه په کرهڼه بوخت دي.

دوی د کرهڼي په برخه کې د نویو کښتونو د ترویج تر څنګ د د هغوی په کښت کې د مسلکي پوهي د ترلاسه کیدو غوښتنه لري.

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت ادعاء کوي، چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر شوی خو لا هم له مختلفو ولایتونو راپورونه دي، چې سږ کال کوکنار کرل شوي دي او طالبانو د اړولو کمپاینونه هم پيل کړي دي.

XS
SM
MD
LG