د لاس رسي وړ اتصالات

د کوکنارو د کښت د اندازې معلومولو سروې پیلوو- طالب چارواکي


د کوکنارو د کښت د اندازې معلومولو سروې پیلوو- طالب چارواکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:15 0:00

طالب چارواکي وایي چې حکومت په افغانستان کې د کلیو د سروې په نوم د کوکنارو د کښت د اندازې د معلومولو سراسري سروې پیل کړې ده او له دې سره به د مخدره موادو اقتصادي ابعاد وڅیړي. 

طالب چارواکي وایي چې حکومت په افغانستان کې د کلیو د سروې په نوم د کوکنارو د کښت د اندازې د معلومولو سراسري سروې پیل کړې ده او له دې سره به د مخدره موادو اقتصادي ابعاد وڅیړي.

په کندهار کې د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې د معینیت د سروې او تحلیل رئيس ویلي، چې دوی کلیوالو سیمو ته پوښتنلیکونه لیږي او ګڼې پوښتنې چې د مخدره موادو او د بزګرانو په اقتصاد، ژوند او بدیل معیشت تاثیر ولري له کروندګرو به وپوښتل شي.

د معلوماتو له مخې دغه سروې په سویلي ولایتونو کې پيل شوې ده.

د نشه ‌يي توکو پر وړاندي د مبارزې معینیت د ملکي معاونیت د سروې او تحلیل رئیس مولوي عبدالحق مطیع وویل:”د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندي د مبارزې معینیت په نشه د روږد کسانو د راټولو وروسته دا ځل د کوکنارو د کښت د اندازې معلومولو لپاره د کلیو د سروې په نوم په ټول هیواد کي یوه لویه سروې پيل کړه، چي له ډلي به یې دا سروې د جنوب لوېدیځي حوزې په ۳۱۵ کلیو کې وسي“.

مولوي عبدالحق مطیع وویل چې د نشه‌يي توکو پر وړاندي د مبارزې په برخه کي به دا یوه تخنیکي او تخصصي سروې وي.

هغه وویل: ”سروې کوونکو ته خاصې سوالنامې ورکړل شوي دي. په هغو سوالنامو کې مختلف معلومات سته. چې د بدیل معیشت په برخه کې هم، صحت امنیت په اړه هم پوښتنه کوي ترڅو د مواد مخدرو په اړه ددې اقتصادي ابعاد وسنجول سي“.

تیر کال د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخندزاده د یو فرمان په ترڅ کې په افغانستان کې د کوکنارو په کښت بندیز ولګاوه خو له بلې خوا ډېری کروندګر شکایت کوي چې له دوی سره د کوکنارو بدیل کښتونو هیڅ ډول مرستې نه دي شوي.

XS
SM
MD
LG