د لاس رسي وړ اتصالات

'هر څه، هر ځای، په یوځل' فلم د اسکار د ۲۰۲۳ ډېرې جایزې وګټلې 


د اسکار ۹۵م مراسم
د اسکار ۹۵م مراسم

د کال غوره فلمونو ته د اسکار د جایزو ورکولو مراسم تېره ورځ یکشنبه مارچ ۱۲ (کب ۲۱) د امریکا د متحدو ایالتونو د لاس انجلس په هالیووډ کې ترسره شول.

دا د اسکار ۹۵م مراسم وو چې «هر څه، هر ځای په یو ځل» فلم ته په کې اووه جایزې ورکړل شوې. د امریکا اې بي سي تلویزون دا مراسم ښودل او تر څنګ په یوټیوب او نورو چاینلونو باندې هم خپریدل.

د دغو مراسمو ویاند او چلوونکی امریکايي ټوکمار او کمیډین جیمی کیمل و. دا درېیم ځل دی چې جیمي‌ دا مراسم مخې ته وړي.

تېر کال رجینا هال، امي شومر او واندا سایکس په ګډه د اسکار د جایزو ورکولو مراسم مخې ته یوړل.

د «هر څه، هر ځای په یو ځل» چلوونکی دنیا کوان او دنیال شاینهارت دي او د غوره ډاریکټر جایزې هم دوی ته ورکړل شوې. پال راجرز ته بیا د دغه فلم د غوره تدوین جایزه ورکړل شوه.

مېشل ییو په دغه فلم کې د کار کولو له کبله د غوره ښځینه لوبغاړې جایزه ترلاسه کړه.

د «نهنګ» په فلم کې د غوره کار کولو له کبله د نارینه فلمي ستوري غوره جایزه برندن فریزر ته ورکړل شوه.

د غوره موسیقۍ او سندرې جایزه بیا هندي فلم «آر آر آر» د «ناچو ناچو» سندرې ته ورکړل شوه.

د ښې فلمنامې جایزه هم دانیا شاینهارت او دانیال کوان ته د «هر څه، هر ځای په یو ځل» له کبله ورکړل شوه.

د غوره اقتباسي فلمنامې جایزه بیا «د ښځو خبرې» فلم ته ورکړل شوه چې سارا پولي جوړ کړی.

د غوره فلمي انیمشن جایزه د «هلک، ړوند موږک، روباه او اسب» فلم ته ورکړل شول. او د لنډ مستند فلم جایزه «د فیل رام کوونکي» هندي مستند ته ورکړل شوه.

د غوره بهرني فلم جایزه «د لویدیځ په جبهې کې خبرې نشته» فلم ته ورکړل شوه. دا جرمني فلم دی.

XS
SM
MD
LG