په کابل کې تر درملنې لاندې په نشه يي توکو یو معتاد چې ادعا کوي ۲۵ کاله یې مخدره مواد کارولي دي وايي، چې نشو ترې د کورنۍ اعتماد او ملاتړ اخیستی خو اوس پدې لټه کې دی چې تر رغیدو وروسته بیرته عادي ژوند ته ستون شي.
تر درملنې لاندې دا معتاد چې عبدالرحیم نومیږي اوس په کابل کې د درملنې په یوه کمپ کې شپې او ورځې تېروې.
عبدالرحیم وایې، کورنۍ به ده ته د لګښتونو لپاره پیسې لیږلی خو ده به هغه په نشه يي توکو مصرفولې او په همدې اساس خپلې کورنۍ ته بې اعتباره شوی دی.
عبدالرحیم وايي:" کله مې چې مور او پلار ژوندي وو دپلار په سترګو به مې وروڼو او خویندو راسره کومک کولو کله چې دوی مړه شول بیا یې نو کومک نه دی راسره کړی او شکر کورنۍ کې مې نور څوک نه دي روږدي په دې عمل باندې، یوازې زه پرې روږدی یم."
عبدالرحیم وایي، په ایران کې د لومړي ځل لپاره په مخدره موادو روږدی شو او هلته یې تاریاک استعمالول.
هغه وویل:"پیل مې له اپینو نه وکړو یعنې له تریاکو نه مې شروع وکړه. روږدی په ایران کې شوم، کله چې بیا کابل ته راغلم، بیا اپین یعنې تریاک نه پیداکیدل چې وروسته په شیشه روږدی شوم ."
عبدالرحیم له ټولو ځوانانو څخه غواړي چې مخدره موادو ته دې نه ورنیږدې کیږي او هیڅ کله دې د معتادینو سره ناسته نه کوي ځکه اکثره ځوانان د معتادو ملګرو سره د ناستې له امله په مخدره موادو اخته کېږي.