د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د دودیزو نیالګیو پر ځای د نويو بوټو کرکیله


کندهار کې د دودیزو نیالګیو پر ځای د نويو بوټو کرکیله
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:59 0:00

په کندهار کې د نیالګیو د بزغلیو د فارمونو یو شمیر مالکان وايي، چې پدغه ولایت کې نوي بوټي یا هغه نیالګي چې په نوره نړۍ کې یې ښه پایله درلودلې ده مخ په ترویجیدو دي او په مارکيټ کې یې بازار هم په ګرمیدو دی. 

په کندهار کې د نیالګیو د بزغلیو د فارمونو یو شمیر مالکان وايي، چې پدغه ولایت کې نوي بوټي یا هغه نیالګي چې په نوره نړۍ کې یې ښه پایله درلودلې ده مخ په ترویجیدو دي او په مارکيټ کې یې بازار هم په ګرمیدو دی.

د پسرلي په راتګ سره د نیالګیو د روزنې د فارمونو پالوونکې وایې چې په کندهار کې د نیالګیو کاروبار زیات شوی دی او د تېر په پرتله اوس بزګرانو د مېوه لرونکو نهالونو اخیستو او د نیالګیو کینولو ته ډیره مخه کړې ده.

دوی زیاته وي چې ځمکه وال اوس پدې هڅه کې دي چې پر خپلو ځمکو د زیاتو مېوه ورکونکو نیالګیو باغونه جوړ کړي.

په کندهار کې د میوه لرونکو نیالګیو د فارم پالونکی رحمت الله وایې چې د عنعنوي کرهڼي پر ځای عصري زراعت رامنځ ته کېده په ټولنه کې اقتصادي پرمختګ رامنځ ته کوي.

رحمت الله وویل: موږ د شا مېوه ناک په نوم ونې کرلي چې په پسرلي، د دوبي په وروستی او مني کې درې ځله حاصل ور کوي هغه نیالګي چې له قاچاقي لارو څخه را وړل کیږي زموږ خلکو ته ګټه نشي رسولای. هغه نیالګي چې په هیواد کې د ننه روزل شوي وي او پیوند یې دلته شوی وي زموږ په کرهڼه کې بدلون رامنځ ته کولای شي او یوازي همدا زراعت دی چې د هیواد اقتصاد ورسره وده کوای شي.

د کوکنارو په کښت باندې د طالبانو له بندیز وروسته زیات شمیر بزګر هڅه کوي چې د بدیل معشیت په توګه د نورو ګټورو بوټو کرلو ته مخه کړي.

د پسرلي موسم د نویو باغونو د جوړیدو وخت دی.

پدې وخت کې د هیواد په د ننه کې له روزل شویو نیالګیو سره تر څنګ له ګاونډیو هیوادونو څخه هم د مېوه لرونکو او زینتي بوټو واریدېدل هم زیات شوي.

XS
SM
MD
LG