د لاس رسي وړ اتصالات

سږ کال د ګلانو او نیالګیو د پلور بازار ډیر کمزوری شوی – د بلخ کروندګر 


سږ کال د ګلانو او نیالګیو د پلور بازار ډیر کمزوری شوی – د بلخ کروندګر 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:14 0:00

په بلخ کې هغه کروندګرو چې په شنو خونو کې یې ګلان او بوټي کرلي وو، وايي چې سږ کال د تیر کال په پرتله د خلکو د کمزوري اقتصاد له امله د ګلانو او نیالګیو د پلور بازار ډیر کمزوری شوی دی. 

په بلخ کې هغه کروندګرو چې په شنو خونو کې یې ګلان او بوټي کرلي وو، وايي چې سږ کال د تیر کال په پرتله د خلکو د کمزوري اقتصاد له امله د ګلانو او نیالګیو د پلور بازار ډیر کمزوری شوی دی.

د بلخ د دهدادي په ولسوالۍ کې کروندګر مهردل مندوزي، چې په شنو خونو کې ګلان او نیالګي کرلي دي وايي د تېرو کالونو په پرتله د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی نو ځکه ګلان او نیالګي سم نه پلورل کېږي.

هغه امریکا غږ ته وویل: "بازار یې پروسږکال نه ډېر کمرنګه دی. په دې چې خلکو سره اقتصادي توانمندي نشته. یو وخت مونږ په شل زره روپۍ هم ګلان خرڅول. نیالګي وو په شل زره روپۍ. اوس خلکو کې هغومره توانمندي نده پاتې چې د شل زرو روپو بوټی واخلي او یوسي".

دغه کروندګر زیاتوي د ژمي سړې هوا هم ددوی ګلخانو ته سخت زیانونه اړولي دي او په خبره یې د دولت له خوا تر اوسه هیڅ کوم متضرر شوي کروندګر سره مرسته نه ده شوې.

هغه وویل: "یخ و، منفي درجه ډېره پورته شوه. که څه هم مونږ بخارۍ ورته چالانې کړې خو زموږ شنې خونې معیاري نه وې ځکه یې مونږ متضرره کړو. دولت هم راسره کمک نه دی کړی. تر اوسه دولت د هیڅ متضرره شوي دهقان سره کمک نه دی کړی."

د کروندګر مندوزي په وینا که څه هم ځیني کالونه د ګلانو کاروبار کمزوری وي، خو د کوکنارو له کښت څخه څو چنده ښه دی او زیاتوي چې کوکنار حرام کښت دی نو ځکه یې نه کري.

هر کال په پسرلي کې د چاپیریال ساتنې او ښکلا په موخه ګڼ شمېر خلک ګلان او نیالګي کري، خو سږ کال د اقتصادي وضعیت خرابوالي له امله د ګلانو او نیالګیو پیر کم شوی دی.

XS
SM
MD
LG