د لاس رسي وړ اتصالات

ستور پېژندونکي وايي یو ‌داسې لوی تور غار یې کشف کړی چې لیدل شوی نه و


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

ستور پېژندونکي وايي چې یو داسې لوی تور غار یې کشف کړی دی چې تر دې دمه یې مثال نه دی لیدل شوی.

یوه نوې څېړنه ښيي چې دا لوی تور غار د هغو څلورو غارونو له ډلې څخه دی چې تر مطالعې لاندې وو.

دا تور غار له لمر څخه ۳۰ میلیون ځلې لوی دی. سایسنپوهان وايي چې د «جاذبې لینز» د یو نوي میتود په مرسته یې دا تور غار کشف کړی. وايي ښکاري چې نور له یو لېري کهکشان څخه زموږ په لوري روان دی، غټېږي او بیا د داخل په لوري ټېټېږي او تیارې ورکوي.

د بریتانیا د دورهم پوهنتون ستور پېژندونکي او د دغه تحقیق لیکوال جیمز نایتنګل فرانس پرس اژانس ته ویلي دي‌ چې دا پروسه د «شرابو د ګیلاس لاندې د رڼا» په څېر ښکاري.

هغه وویل چې دا «ډېر تصادف» دی چې د یو لېرې کهشکان نور،‌ چې له ځمکې څخه تقریبآ دوه میلیارد نوري کاله لېرې دی، د دغه غار په لوري درومي.

نوموړي وویل چې د «جاذبې لینز» ستور پېژندونکي د دې جوګه کوي چې ۹۹ سلنه هغه غارونه وویني‌ چې اوس د لیدلو وړ نه دي.

دا مهال شاوخوا ۵۰۰ «جاذبې لینزونه» شته، خو نایتنګل وویل چې په راتلونکو شپږو کلونو کې به د اروپا د فضايي تحقیقاتو اداره وتوانېږي شاوخوا ۱۰۰ «جاذبې لینزونه» برابر کړي چې د زرګونو غارونو په کشف کولو کې ترې کار واخلی.

تور غارونه هغه سیمې دي چې د یو حجم ډېره اندازه په یوې کوچنۍ فضا کې په کې راټولېږي او دا کار د یو ستوري د زوال او ختمېدو په مهال کېږي. ځينې غارونه بیا د ستوریو له مړینې وروسته جوړیږي.

دا تور غارونه بیخي‌ قوي جاذبه قوت لري او هر څه ځان ته کشوي او دومره قوي او ځواکمن وي چې نور هم نشي کولای له دغو غارونو څخه تېر شي. نور چې له غارونو څخه وتلای نشي، بیا د لیدو وړ هم نه وي.

لوی تورغارونه د کهکشانونو په مرکزونو کې وي او د جاذبې د قوت په مرسته ستوري د ذرو په څېر تېروي او له همدې کبله ددغو تورو غارونو چارچاپېره روښان ښکاري.

که څه هم تور غارونه د لیدو وړ نه دي، خو له غارونو څخه د تېرېدونکو ستوریو د مدارونو په اندازه کولو سره، د غارونو حجم، برېښنايي وزن، چټکتیا او څرخېدل معلومېدای شي.

XS
SM
MD
LG