د لاس رسي وړ اتصالات

دریو فزیکپوهانو په تور غار د تحقیق له کبله د نوبل جایزه وګټله


د نوبل د ۲۰۲۰ دجایزې وروستی ګټونکی بله دوشنبه اعلانیوي
د نوبل د ۲۰۲۰ دجایزې وروستی ګټونکی بله دوشنبه اعلانیوي

د نوبل د فزیک سږنۍ جایزه دریو فزیکپوهانو ته، چې یو امریکايي،‌ یو برتانوی او بل یې جرمن دی، ورکړل شوه.

آنریا ګز، راجر پنروز او راینهارد ګنزل د تور غار (بلک هول) په اړه تحقیقات کړي وو.

د تور غار په اړه د انسانانو معلومات لا هم په ځینو علمي موندنو او تخیلاتو ولاړ دي او دا غار لا په بشپړ ډول کشف شوی او پېژندل شوی نه دی.

سایسنپوهان وايي چې دا ښایي د کهکشانونو له ایجاد سره تړاو ولري او تور غارونه د کهکشانونو مرکزونه دي.

د برتانیا د اګسفور پوهنتون استاد پنروز ته د نوبل د فزیک د جایزې نیمه برخه او د جرمني د مکس پلانک د انستیتوت استاد ګنزل او د امریکا د کلېفورنیا د پوهنتون استاد ګز ته د دغې جایزې بله نیمه برخه ورکړل شوه.

د نوبل د جایزې ګټونکو ته سږکال ۱.۱ میلیون ډالر هم ورکول کیږي.

تېره ورځ د نوبل د ۲۰۲۰ د طب او روانشناسۍ جایزه په ګډه دوو امریکايي او یو برتانوي ساینسپوهانو هاروي الټر، مایکل هوټن او چارلس رایس ته ورکړل شو.

د نوبل د جایزې جنرال سکرتر توماس پېرلمان وویل چې دغو سایسنپوهانو ته ځکه دا جایزه ورکړل شوه چې هغوی د «توري زیړي Hepatitis C » ویروس په اړهیې دقیقه مطالعه او څېړنه کړې ده.

د دوی د څېړنو په اساس به د تورزیړي د ویروس سره د مبارزې لارې چارې اسانه کړي.

د ۱۹۰۱ څخه راپدیخوا دا ۱۱۱ځل دی چې د طب پهدغه برخه کې سایسنپوهانو ته د نوبل جایزه ورکول کیږي.

د کیمیا، ادبیاتو او سولې د نوبل جایزې به هم د سه شنبې او جمعې په ورځو کې ګټونکو ته ورکول کیږي.‌د اقتصاد د نوبل د جایزې ګټونکی به بله دوشنبه اکتوبر ۱۲ اعلانیږي.

XS
SM
MD
LG