د لاس رسي وړ اتصالات

ګوزڼ معمولاً د هغو ماشومانو ژوند ګواښي چې له واکسین څخه پاتې کیږي - روغتیایي مسؤولین


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

روغتیایي مسؤولین وایي چې د پولیو ناروغۍ ګواښ معمولاً له پنځو کلونو څخه کم عمره هغو ماشومانو کې لوړ وي چې له واکسین څخه پاتې کیږي.

په پلازمینه کابل کې یو شمېر روغتیایي مسؤولین وایي چې ګوزڼ تر ټولو زیات د هغو ماشومانو ژوند ګواښي چې د بیلابیلو عواملو له کبله له واکسین څخه پاتې کیږي.

دوی له خلکو غواړي چې د پولیو ضد واکسین په اړه د ناسمو تبلیغاتو تر اغیزې لاندې رانشي او په کمپاینونو او کلینیکونو کې خپل له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي.

په کابل کې د یونیسف ادارې د عامه اړیکو مسؤول، سید کمال شاه سید، امریکا غږ ته وویل: ”د پولیو ناروغۍ ګواښ تر ټولو زیات له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته متوجه دی، په تیره بیا هغه ماشومان چې په کمپاینونو کې له واکسین څخه پاتې کیږي.“

د نوموړي په وینا، میندې او پلرونه باید د خپلو ماشومانو روغتیا ته جدي پاملرنه وکړي، او هغوی د پولیو ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي، تر څو له تل پاتې معلولیت څخه خلاصون ومومي.

بل پلو، د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤولین وایي چې د افغانستان په ځینو سیمو کې د پولیو ضد واکسین په اړه ناسم تبلیغات، د تنکیو ماشومانو ژوند ګواښي.

په کابل کې د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤول، ډاکټر نیک ولي شاه مومن، امریکا غږ ته وویل: ”زموږ ځینې هغه هیوادوال چې د سواد کچه یې تیټه ده د ناسمو تبیلغاتو تر اغیزې لاندې راغلي، او خپل ماشومان نه واکسینوي، چې د دوی د ماشومانو تر څنګ، د نورو ماشومانو ژوند هم له ګواښ سره مخ کیږي.“

نوموړی له کورنیو غواړي چې د پولیو ناروغۍ جدي ونیسي او خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان باید د یادې ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي.

روغتیایي مسؤولین وایي په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ د ختمیدو لپاره جدي مبارزه روانه ده، او د کمپاینونو تر څنګ د عامه پوهاوي په برخه کې زیات کار کیږي، چې د ټولنې بیلابیل قشرونه پکې برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG