د لاس رسي وړ اتصالات

تورخم کې د پولیو ضد واکسین د تطبیق بهیر په منظم ډول روان دی – روغتیایي مسؤولین


د ۲۰۲۳ کال د مارچ در میاشتې د ګوزڼ کمپاین
د ۲۰۲۳ کال د مارچ در میاشتې د ګوزڼ کمپاین

روغتیایي مسؤولین وایي چې په تورخم دروازه کې د پولیو ضد واکسین د تطبیق بهیر په منظم ډول روان دی، او هیڅ مسافر ماشوم له واکسین څخه نه پاتې کیږي.

په تورخم کې د واکسیناسیون د څانګې مسؤولین وایي چې د دروازې دواړو لورو کې مسافرو ماشومانو ته په منظم ډول واکسین تطبیق کیږي، او هیڅ ماشوم له واکسین څخه نه پاتې کیږي.

په تورخم دروازه کې د واکسیناسیون سوپروایزر، عبدالله خالد، امریکا غږ ته وویل: ”موږ ټولټال ۵۸ تنه واکسیناتوران لرو چې ۴۸ تنه یې نارینه او ۱۰ تنه یې ښځینه دي، او همدا لامل دی چې په یاده دروازه کې ماشومانو ته د واکسین د تطبیق بهیر منظم او اغیزناک دی.“

د نوموړي په وینا، د دروازې دواړو لورو کې ماشومان په ډېر دقت سره واکسین کېږي، چې افغانستان ته د راتلونکو ماشومانو د واکسین مسؤولیت د پاکستان د واکسیناسیون د ټیم په غاړه دی، او پاکستان ته د تلونکو ماشومانو د واکسین مسؤولیت د افغانستان د واکسیناسیون د ټیم په غاړه دی.

ښاغلي خالد زیاته کړه: ”که چیرې د دروازې هاخوا کوم ماشوم له واکسین څخه پاتې شوی وي، موږ لومړی د هغوی کورنیو ته قناعت ورکوو بیا یې ماشومان واکسینوو، تر څو هیڅ مسافر ماشوم پرته له واکسین څخه افغانستان ته دننه نشي، او پدې توګه د پولیو ویروس د انتقال مخه ونیول شي.“

د نوموړي په وینا، پرته د روژې د مبارکې میاشتې، د ماشومانو تر څنګ، مسافرو مشرانو ته هم واکسین تطبیق کیږي، خو په روژه کې یواځې ماشومانو ته واکسین ورکول کیږي.

همدارنګه، د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق (یونیسف) اداره وایي چې د افغانستان په ختیځ کې ځکه ځانګړي کمپاینونه ترسره کوي، چې یاده حوزه له پاکستان سره اوږده پوله لري، او هره ورځ ګڼ شمېر خلک د دواړو هیوادونو تر منځ تګ راتګ کوي، چې د پولیو ویروس د انتقال لامل کیدای شي.

بل لوري ته، د افغانستان د ختیځ زون یو شمېر اوسیدونکي پاکستان کې د پولیو ناروغۍ شتون ته په کتو سره له روغتیایي چارواکو غواړي چې ټول هغه ماشومان چې له پاکستان څخه افغانستان ته راځي، واکسین کړي، او هیڅ ماشوم باید له واکسین څخه پاتې نشي.

روغتیا پالان له کورنیو غواړي چې په هر کمپاین کې خپل له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي، ځکه پولیو یوه ناعلاجه ناروغي ده او یواځې د واکسین په واسطه د وقایې وړ ده.

XS
SM
MD
LG