د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه وايي په نړۍ کې د مطبوعاتو ازادي کمه شوې ده


د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش د سه شنبې په ورځ مۍ دویمه (غوايي ۱۳) په نړۍ کې په خبریالانو باندې بریدونه وغندل او ویې ویل چې د رسنیو ازادي تر برید لاندې ده.

ګوتېرش د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې څخه یوه ورځ مخکې د خبریالانو او رسنیو په پلوۍ خبرې وکړي.

هغه وویل چې «زموږ ټولې ازادۍ د مطبوعاتو په ازادۍ پورې تړلې» دي‌ او دا «ازادي د دموکراسۍ او عدالت اساس» بلل کېږي چې په خبره یې د بشري حقونو د حفاظت لپاره لازمي دي.

هغه زیاته کړه چې په نړۍ کې مطبوعات تر برید لاندې دي او «په خبریالانو بریدونه کېږي، په منظم ډول ګواښل کېږي، نیول کېږي او زندان ته» اچول کېږي او یا هم وژل کېږي.

د بې سرحده خبریالانو د سازمان د معلوماتو په اساس تېرکال په ټولې نړۍ کې ۵۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د دندو په مهال وژل شوي دي.

انتوني ګوتېرش همدغه راز د زورواکانو په لاس د ځینو رسنیو د سقوط په اړه هم خپګان څرګند کړ او وویل:«د ناسمو معلوماتو او نفرت څخه ډکو څرګندونو له لوري حقیقت ګواښل شوی.»

د انتوني ګوتېرش تر څنګ د ملګرو ملتونو د علمي، تعلیمي او فرهنګي‌ سازمان مشر ادري ازولي هم په دې اړه خپله اندېښنه په ډاګه کړه او وویل چې ډیجیټل د معلوماتو نړۍ بیخي ‌بدله کړې او په خبره یې مستقل او خپلواک ژورنالیزم موجودیت ډېر مهم دی.

XS
SM
MD
LG