د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او ترکیې د القاعدې پورې تړلي په دوو افرادو بندیزونه ولګول


د امریکا او ترکیه بیرغونه
د امریکا او ترکیه بیرغونه

د امریکا د متحدو ایالتونو د خزانې وزارت وایي چې له ترکیې سره یې په ګډه د القاعده ډلې په دوو هغو تندلارو بندیزونه لګولي دي، چې په سوریې کې یې د دوو افراطي ډلو لپاره پېسې ټولولې.

دغه وزارت د سه شنبې په ورځ مۍ دویمه (غوايي۱۳) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دا بندیزونه به په عمر الشیخ باندې‌ چې د «حیات التحریر الشام» ډلې مشر دی ولګول شي. دا ډله په القاعدې پورې تړلې چې د سوریې د ادلب په ښار کې فعاله ده.

د اعلامیې په اساس دویم کس، چې بندیزونه به پرې لګول کېږي، کوبلای ساري دی،‌ چې د «کتیبات التوحید والجهاد» ډلې لپاره یې په ترکیه کې له بسپنه ورکوونکو څخه پېسې ترلاسه کړي.

متحده ایالتونه وايي دا ډله هم د سوریې په ادلب کې فعاله ده، چې اکثریت غړي یې اوزبیک جنیګالي دي.

د ترهګرۍ او مالي استخباراتو په چارو کې د متحدو ایالتو د خزانې وزارت مرستیال براین نیلسن په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي: «ترهګرې ډلې نړیوال مالي سیستم ته د لاسرسي په لټه کې دي، له شریکانو سره زموږ همکاري زموږ وړتیا زیاتوي چې په اغیزناک ډول د دغو شبکو اسانتیاوې ګډوډې کړو.»

د خزانې وزارت ویلي دي چې د جنورۍ په میاشت کې یې هم له ترکیې سره په ګډه د اسلامي‌ دولت [داعش] یوه کلیدي مالي شبکه په نښه کړې وه.

نیلسن زیاته کړه چې امریکا به له ترکیې او په سیمه کې له نورو هېوادونو سره ګډ کار روان ساتي، چې د اورپکو ډلو مالي سرچېنې ګډوډې کړې او عملیاتي ظرفیتونه یې کم کړي.

الشیخ، ‌چې په ابو احمد ذکور باندې هم مشهور دی، د حیات تحریر الشام په ډلې کې یې بېلابېلې دندې کړې او تر دې مخکې د النصر په ډله کې هم فعال و.

د متحدو ایالتونو د خزانې وزارت ویلي دي چې الساري بیا له ۲۰۱۸ کال څخه راپدیخوا په ترکیې کې د خپل بانکې حساب له لارې په سوریې کې اورپکو ډلو ته پېسې استولې.

د کتیبات التوحید والجهاد ډله له سوریې څخه د باندې هم فعاله وه او په ۲۰۱۸ کال کې د روسیې د سنت پیټرسبرګ په ښار کې د اورګاډي په تمځای کې په بمي برید او همدغه راز په ۲۰۱۶کال کې په قزاقستان کې د چین په سفارت باندې په ځانمرګي برید هم تورنه ده.

XS
SM
MD
LG