د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له ترکیې او هنګري غواړي چې په ناټو کې د سویډن غړیتوب ومني


دا په تیرو دوو لسیزو کې سویډن ته د امریکا د دفاع د وزیر لومړی سفر دی.
دا په تیرو دوو لسیزو کې سویډن ته د امریکا د دفاع د وزیر لومړی سفر دی.

د امریکا د دفاع وزیر لویډ آسټین د پنجشنبې په ورځ اپریل ۲۰ (وري ۳۱) د سویډن په پلازمېنه ستاکهولم کې ددغه هېواد له صدراعظم الف کریسټرسن سره وکتل او ویې ویل چې هغه سترګې په لاره دی چې سویډن یو متحد هیواد وبولي.

انځورونه ښيي چې د امریکا د دفاع وزیر لویډآسټین د بالتیک په سمندرګي کې په جنګي بیړۍ کې ولاړ دی او د سویډن د امنیتي ځواکونو د پوځي مانورو ننداره کوي. دا په تیرو دوو لسیزو کې سویډن ته د امریکا د دفاع د وزیر لومړی سفر دی.

د سویډن په پوځي چارو کې د امریکا زیاته شوې علاقمندي ښایي ددې نښه وي چې امریکا په ناټو کې د سویډن د غړیتوب ملاتړ کوي.

لویډ آسټین وویل: "موږ په تمه یو چې دغه کار په جولای میاشت کې د ناټو تر عمومي غونډې وړاندې وشي. نو موږ په خپلو متحدینو، ترکیې او هنګري غږ کوو چې د سویډن غړیتوب تایید کړي."

ترکیه او هنګري د ناټو هغه دوه غړي هیوادونه دي چې د یو لړ سیاسي مخالفتونو له کبله یې تر اوسه په دغه تړون کې د سویډن غړیتوب ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

د سویډن د دفاع وزیر، پال جانسن، وویل چې د ایتلاف د غړیتوب په ترلاسه کولو به یې هیواد لا غښتلی شي. نوموړي وویل چې د ناټو د غړیتوب د بلنې په ترلاسه کولو، سویډن د ډیر امنیت احساس کوي.

هغه زیاته کړه: " فکر کوو چې نه یوازي د بالیتک هیوادونو او فنلنډ په چارو کې بلکې ایتلاف ته عمومي ستراتیژیک عمق ورکولی شو، او د دفاع او امنیت په چارو کې به لا ډیر پیاوړی شي."

سویډن په بالیتک سمندرګي کې پوځي اډې او ګڼ شمیر ټاپوګان لري چې د روسیې په څیر د یو دښمن د برید پر مهال ناټو ته د سیمې د دفاع په چارو کې مهم بلل کیږي.

د بروکینګز انسټیټیوټ څېړونکی مایکل اوهانلون وايي، که هر کله داسې پیښه وشي، نو ناټو به د بالتیک په سمندرګي کې غښتلی موقف ولري، او په همدې خاطر سویډن مرکزي نقش لري.

سویډن او د هغه ګاونډي هېواد فنلنډ دواړو د ۲۰۲۲ په می کې د ناټو د غړیتوب غوښتنه له هغې وروسته وکړه چې روسیې په اوکراین باندې برید وکړ. فنلنډ د روانې میاشتې په پیل کې په رسمي ډول د ناټو غړی شو.

څیړونکي وایي روسیې هیله لرله چې په ایتلاف کې درز واچوي، خو د ناټو ایتلاف او متحدین یې چې هیله لري ژر به بشپړ غړي شي، وايي دغه ایتلاف تر پخوا لا ډير غښتلی شوی دی.

XS
SM
MD
LG