د لاس رسي وړ اتصالات

واګنر: بخموت مو په بشپړ ډول ونیو؛کیف:جګړه لا روانه ده


د روسیې خصوصي امنیتي شرکت واګنر ډلې د شنبې په ورځ مۍ۲۰ (ثور ۳۰) د اوکراین په ختیځ کې د بخموت د ښار په بشپړ ډول د نیولو ادعا وکړه، خو کیف په دغه ښار کې وضعیت "کړکیچن" ښودلی او ویلي دي، چې لا هم هلته جګړه روانه ده.

د واګنر ډله د تیر دوبي راهیسې د بخموت ښار کې د اوکراین ترټولو زیاته خونړۍ جګړه رهبري کوي.

د واګنر د ډلې رئیس ییفګیني پریګوژین د تلګرام په پاڼه په یوه خپره کړې ویډیو کې ادعا کړې، چې د بخموت ښار د هغه د ډلې وسله والو نیولی دی. هغه په دې ویډیو کې وايي: "نن د مۍ شلمه د مازیګر مهال بخموت په بشپړ ډول ونیول شو".

پریګوژین وویل: "د مۍ تر ۲۵ به مونږ (بخموت) په بشپړ ډول وارزو، لازمې دفاعي کرښې به رامنځ ته کړو او پوځ ( روسیې ) ته به یې وسپارو".

خو اوکراین، چې ددې میاشتې په لومړیو ورځو کې یې د بخموت په اطرافو کې د بریالیتوب ادعا لرله، ویلي، چې په دغه ښار کې جګړه پای ته نه ده رسیدلی.

د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې میرمن ګانا ملیار په تلګرام کې لیکلي: "په بخموت کې سخته جګړه روانه ده. وضعیت کړکیچن دی".

میرمن ملیار ویلي: "اوس مهال زمونږ مدافعان ځینې صنعتي او زیربنايي تاسیسات کنټرولوي". تراوسه د بخموت د ښار د نیولو ادعا په خپلواک ډول نه ده تائید شوې.

په عین حال کې د اوکراین د جمهور رئیس سلاکار میخایلو پودولیاک ویلي دي، چې دا لومړی ځل نه دی، چې پریګوژین دا ډول ادعا مطرح کوي. د پودولیاک د وینا پر اساس پریګوژین هڅه کوي په جاپان کې د جي ۷، د ډلې په غونډه کې د زیلینسکي د دپلوماتیکو لاس ته راوړنو څخه پام بل لورې ته واړوي.

خو پودولیاک زیاته کړې، چې په هر ډول "بخموت به د اوکراین د هرې برخې په څیز ازاد شي".

زیلینسکي د شنبې د ورځې په سهار په ناڅاپه ډول په جاپان کې د جي ۷، د ډلې په غونډه کې ګډون وکړ. د نړۍ د اوو ستر اقتصادلرونکو هیوادونو یا جي ۷ مشران د جاپان په هیروشیما کې سره راټول شوي، چې د نورو مسلو سربیره پر روسیه د نورو بندیزونو او اوکراین سره د نورو پوځي مرستو په همغږۍ خبرې وکړي.

د اوکراین جمهور رئیس په داسې حال کې په دغه غونډه کې ګډون کړی، چې د امریکا متحده ایالاتو او د هغه اروپايي متحدینو تازه کیف ته د ایف ۱۶ پرمختللو جنګې الوتکو د ورکولو پریکړه کړې ده.

XS
SM
MD
LG