د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانانو د کرکټ یوې لوبډلې د 'امریکا کرکټ ملي لیګ' اتلولي وګټله


په ویرجینیا کې د ټرو واریرز په نوم د افغانانانو د کرکټ لوبډله
په ویرجینیا کې د ټرو واریرز په نوم د افغانانانو د کرکټ لوبډله

د امریکا د متحدو ایالتونو د ویرجینیا په ایالت کې د «ټرو واریرز» په نوم د افغانانو د کرکټ یوې ځایي لوبډلې د «امریکا کرکټ ملي لیګ اتلولي» وګټله.

دا لیګ هر کال یو ځل کېږي او تېر کال د پاکستانیانو یوې ځایي لوبډلې دا اتلولي ګټلې وه. پایلوبه د «ټرو واریرز» او «اوینجر» لوبډلو ترمنځ وه.

د «ټرو واریرز» لوبډلې کپتان تمیم حبیبي نن سه شنبه جون شپږمه [جوزا۱۶] امریکا غږ ته وویل: «په نیمه پایلوبې کې مو د یونایتډ سي سي لوبډلې ته ماتې ورکړه او په پایلوبې کې مو پچه وګټله او له نیکه مرغه مو د اوینجر لوبډلې ته د ۱۹۴ منډو هدف وټاکه او هغوی مو په ۱۸۹ اوټ کړل او پایلوبه مو وګټله.»

تمیم حبیبي وویل دا پایلوبه ګټل «موږ ته ځکه مهم وو چې تېرکال همدې لوبډلې په پایلوبې کې ماتې راکړې» وه.

تېرکال هم د همدغه لیګ په پایلوبې کې دا دواړه لوبډلې سره مخامخ وې او هغه وخت د اوینجر لوبډلې ګټلې وه.

د ۲۰ اورونو په دغه لیګ کې د ویرجینیا ایالت او ورڅېرمه سیمو ټولټال اته لوبډلې ولوبېدې چې د افغانانو په ګډون، د پاکستانیانو، هندیانو، بنګله دېشیانو او نورو هېوادونو د لوبغاړو ځايي لوبډلې په کې دي.

د «امریکا ملي کرکټ لیګ» دا څو کاله کېږي پیل شوی دی او هدف په متحدو ایالتونو او په ځانګړي ډول په ویرجینیا او ورڅېرمه سیمو کې د کرکټ وده ده. دا محلي لوبې دي.

په امریکا کې نورې لوبې خورا مشهورې دي، خو دا هېواد د کرکټ ملي لوبډله هم لري او کرکټ هم په کې ورځ تر بلې په غوړېدو دی. څو کاله مخکې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ځېنې لوبغاړي هم د متحدو ایالتونو د «یو اس اوپن شل اوریزو» سیالیو کې د لوبو لپاره راغلي وو.

افغانان هم په امریکا کې په کرکټ کې فعال دي.

XS
SM
MD
LG