د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د کرکټ د سیالیو نېټې اعلان شوې


د افغانستان او بنګله دېش لوبه
د افغانستان او بنګله دېش لوبه

د افغانستان او بنګله دېش کرکټ ادارو د دواړو هېوادونو ترمنځ د شپږو نړیوالو لوبو نېټې او ځایونه په ډاګه کړل.

۲۰۲۳ کال د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لپاره ډېر بوخت کال بلل کېږي.

په داسې حال کې چې څو اوونۍ مخکې یې پاکستان ته په دریو شل اوریزو سیالیو کې ماتې ورکړه، څو ورځې وروسته به له سري لانکا او بیا بنګله دېش سره سیالۍ کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې افغان لوبډله به له بنګله دېش سره د جولاۍ په ۱۴ د ټست [پنځه ورځنۍ] لوبه کوې او بیا به د جولاۍ له پنځمې څخه نیولې تر ۱۶ نېټې پورې له کوربه هېواد سره درې یوه ورځنۍ او دوې شل اوریزې سیالۍ کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ له بنګله دېش سره د سیالیو خبر په خپل ټویټر کې هم خپور کړی دی.

د جولاۍ په لومړیو کې له سري لانکا سره درې یوه ورځنۍ سیالۍ لري.

د بورډ یو مسئول امریکا غږ ته ویلي دي چې له هند سره هم خبرې شوې او ممکن له دغه هېواد سره هم درې یوه ورځنۍ سیالۍ وشي. له هند سره دا درې لوبې د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام ته د ورتګ [سوپر لیګ] سیالۍ وې، چې په خپل وخت کې ونشوې.

دا د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې به لومړی ځل وي چې دا هېواد په څو میاشتو کې دننه له پاکستان، سري لانکا، بنګله دېش او هند سره د بېلا بېلو لوبو لړۍ کوي.

دا په داسې حال کې چې ټاکل شوې د سپتمبر په میاشت کې د اسیا کپ سیالۍ وشي او بیا په اکتوبر کې د ۲۰۲۳ نړیوال کپ سیالۍ وي چې دواړه ۵۰ اوریزې لوبې دي. افغانستان په دغو دواړو نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG