د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: اوکراین به په ناټو کې د غړیتوب لپاره اسانه لار ونه لري 


د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د خبریالانو سره د خبرو پر مهال
د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د خبریالانو سره د خبرو پر مهال

د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د شنبې په ورځ جون ۱۷ (غبرګولي ۲۷) وویل چې امریکا به له اوکراین سره ځانګړې تعامل ونه کړي چې دغه هېواد د شمالي اتلانتیک له تړون سره یوځای شي.

بایډن د شنبې په ورځ واشنګټن ډي سي ته نږدې خبریالانو ته وویل چې، "هغوی [اوکراییني مقامات] باید عین معیارونه ولري. نو پدې خاطر مونږ دا کار نه اسانه کوو."

د امریکا ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې ټاکل شوې د دغه پوځي تړون سرمشریزه راتلونکې میاشت په لیتوانیا کې جوړه شي.


تر دې یوه ورځ دمخه د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د جمعې په ورځ د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې وویل چې د ناټو مشران په پام کې لري چې په یو سمبولیک اقدام کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره د لیتوانیا په پلازمینه ویلنیوس کې د ناټو-اوکراین د شورا لومړۍ غونډه وکړي.

ستولتنبرګ همداشان وویل چې په لیتوانیا کې د ناټو د مشرانو غونډه به کیف ته یوه مساوي څوکۍ برابره کړي چې د امنیتي مسلو په اړه د بحث او پریکړې لپاره تصمیم ونیسي.

د ناټو عمومي منشي زیاته کړه چې دا پوځي تړون به په لیتوانیا کې د ناټو د مشرانو په غونډه کې له اوکراین سره خپلې سیاسي اړیکې پیاوړې کړي، خو پهناټو کې د کیف پر غړیتوب به خبرې ونه شي.

سټولټنبرګ وویل: "موږ د ویلنیوس په سرمشریزه کې [اوکرایین ته په ناټو کې د غړیتوب] د بلنې په اړه بحث نه کوو، بلکې دا چې څنګه کولای شو اوکراین ناټو ته نږدې کړو. ډاډه یم چې یوه ښه حل لاره او اجماع به ومومو."

د ختیځې اروپا د ناټو غړو هیوادونو د اوکراین د غړیتوب لپاره د یوې غوره لارې په نقشې باندې کار کړی، خو ددې تړون عمده پوځي متحدین لکه متحده ایالات او جرمني د ۲۰۱۴ کال د یوې مبهم ژمنې څخه اخوا چې ګواکې یوه ورځ به اوکراین له ناټو سره یوځای شي، له دې زیات تعامل نلري.


خو د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس د جمعې په ورځ وړاندیز وکړ چې که اوکراین په پای کې په ناټو کې شاملیدو ته چمتو واوسي، د غړیتوب ځینې شرایط به اسانه کړای شي.

په اوکراین د روسیې له پوځي یرغل وروسته، چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴ مه پیل شو، د ناټو غړو هېوادونو اوکراین ته د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پوځي وسلې ورکړې او دا لړۍ لا هم روانه ده.


خو د ناټو ځینې غړي اندېښمن دي چې که اوکراین له دغه پوځي تړون سره یو ځای شي، دا وضعیت ښايي د شمالي اتلانتیک تړون له روسیې سره مخامخ جګړې ته داخل شي.

فنلنډ د ۲۰۲۳ کال د اپریل په څلورمه د ناټو تړون ۳۱ غړی شو. خو سویډن تر اوسه د ناټو د غړي هیواد ترکیې د مخالفت له امله په دې تړون کې ندی منل شوی. ترکیې پر سویډن تور پورې کړی چې هغو افراطیانو ته پناه ورکوي چې انقره یې ترهګر ګڼي.


له بایډن څځه د شنبې په ورځ د مسکو په نږدې متحد بیلاروس کې د روسیې د اټومي وسلو د ځای پر ځای کولو په هکله د ولسمشر ولادیمیر پوتین د څرګندونو په اړه هم پوښتنه وشوه. بایډن په ځواب کې وویل: "ما څو ځله پدې اړه خپل نظر څرګند کړی. دا کار په بشپړه توګه غیر مسوولانه دی. "

XS
SM
MD
LG