د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني د اسرائیل تولید دافع هوا سیستم اخیستو لپاره ۵۶۰ میلیون یورو تصویب کړل


د جرمني پارلمان
د جرمني پارلمان

د جرمني پارلمان د چهارشنبې په ورځ جون ۱۴ (جوزا۲۴) له اسرائیل څخه د اررو-۳ دافع هوا د پرمختللي سیستم د پېرودلو لپاره ۵۶۰ میلیون یورو تصویب کړل چې مخکې له مخکې اسرائیل ته ورکړل شي.

د جرمني‌ د پارلمان د استازو مجلس یوې سرچېنې د دغو پېسو تصویبېدل تائید کړل. دا پېسې به په اسرائیل کې دننه د دغه سیستم په جوړولو او تولید باندې ولګول شي.

ویل کېږي چې دا سیستم ممکن په ۳.۹۹ میلیارد یورو ترلاسه شي، تر دې مخکې د دغه سیستم ارزښت ۲.۹۹ میلیارد اټکل شوی و.

د اررو-۳ پرمختللی هوايي سیستم په هوا کې د میزایلو د وېشتلو لپاره جوړ شوی او د اروپايي ټولنې د هېوادونو لپاره د محافظتي ډال وړتیا لري.

د جرمني د پارلمان د استازو مجلس د بودیجې کمېټې همدغه راز ۹۵۰ میلیون یورو په جرمني کې د (Iris-T SLM) دافع هوا د سیستم جوړولو لپاره هم تصویب کړل.

دا پېسې به د هغو ۱۰۰ میلیاردو یورو څخه ورکول کېږي چې د جرمني صدراعظم اولاف شولتز په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته د خپل هېواد د دفاعي ځواک د غښتلتیا لپاره اعلان کړي وو.

که هر څه د پلان په اساس مخې ته ولاړ شي، دا سیستم به د ۲۰۲۵ کال په وروستي فصل کې جرمني ته وسپارل شي. اولاف شولتز وویل چې دا پروژه یوازې په جرمني پورې تړلې نه ده.

د معلوماتو په اساس، د اسرائیل د (IAI) د فابریکې اررو-۳ سیستم تولید د هغو بالستیکي میزایلو د له منځه وړلو توان لري چې له ۲۴۰۰ کیلو میتر واټن څه توغول شوی وی.

دا سیستم په لومړي ځل په ۲۰۱۷ کې د اسرائیل په هوايی ځواکونو کې شامل شو او تر دې دمه ترې د سوریې او ایران څخه د توغول کېدونکو میزایلو سره د مقابلې لپاره ګټه اخیستل کېږي.

په اوکراین باندې د روسیې د میزایلو له برید وروسته، جرمني د اروپايي هېوادونو څخه وغوښتل چې خپله هوايي دفاع قوي او د میزایلو ضد سیستمونه وپیري. د ناټو د غړو هېوادونو د فضا د ساتلو لپاره اکثریت اروپايي هېوادونه د «اروپا د فضا سپر ابتکار» سره یو ځای شوي.

XS
SM
MD
LG