د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو خبرداری: سودان د بشپړې کورنۍ جګړې په درشل کې دی 


په سودان کې د استوګنې په سیمو کې له هوايي برید وروسته،‌ چې لسګونه کسان په کې ووژل شول، ملګرو ملتونو نن یکشنبه جولاۍ نهمه (سرطان ۱۸) خبرداری ورکړ چې سودان د بشپړې کورنۍ جګړې په څنډه ولاړ دی.

د سودان د روغتیا وزارت راپور ورکړی دی چې په برید کې «۲۲ تنه وژل شوي او ډېر شمېر نور ولسي خلک ژوبل شوي» دي. وزارت وايي برید د شنبې په ورځ خرطوم ته نژدې د « دارالسلام په ولسوالۍ کې د ام درمان» په سیمه کې شوی دی.

له برید وروسته د عامې روغتیا وزارت په خپل فیسبوک کې یوه ویدیو خپره کړې چې په کې ظاهرآ مړي په ځمکه کې پراته ښکاري چې یو شمېر ښځې هم په کې دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش مرستیال فرهان حق په یوې اعلامیې کې د ګوتېرش له خولې ویلي دي چې هغه د یکشنبې د ورځ برید غندلی دی. په دغه برید کې لسګونه نور کسان ژوبل شوي هم دي.

په اعلامیې کې ویل شوي‌ دي: «ګوتېرش ډېر خواشینی دی چې د وسله والو ځواکونو ترمنځ روانې جګړې سودان د بشپړې کورنۍ جګړې په لوري ټېل وهي، چې ممکن ټوله سیمه نا ارامه کړي.»

په سودان کې د غلیمو جنرالانو ترمنځ له شاوخوا دریو میاشتو راهېسې جګړه روانه ده او دا هوايي برید یې وروستۍ پېښه ده.

په سودان کې د چټک ملاتړ ځواک، چې د سودان له پوځ سره جګړه کوي، ادعا کړې چې په هوايي برید کې ۳۱ تنه وژل شوي. خو د سودان پوځ په یوې اعلامیې کې ویلي دي‌ چې هوايي ځواک یې د شنبې په ورځ د «ام درمان په سیمه کې د دښمن کوم هدف» نه دی په نښه کړی.

د سودان په جګړې کې تر دې دمه شاوخوا ۳۰۰۰ کسان وژل شوي‌ دي. له جګړو تښتېدلیو خلکو د جنسي‌ تېریو او توکم او قوم په اساس د تاوتریخوالي حکایتونه کړي ‌دي.

همدغه راز په لویه پیمانه لوټ او تالان هم شوی او ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی چې ممکن د دارفور په سیمه کې د بشري ضد جنایات شوي وي.

د جګړې له پيل راهېسې دا نیمه ملېشه ځواک تورن دي چې د خلکو په کورونو کې یې ځانونو ته ځایونه جوړ کړي‌او خلک یې له خپلو سیمو څخه شړلي دي.

عیني‌شاهدان همدغه راز وايي چې د یکشنبې په ورځ په خرطوم کې د جمهوري ریاست ودانۍ ته نژدې نور هوايي بریدونه او ډزې هم شوي دي.

د مهاجر نړیوال سازمان وايي‌ چې په سودان کې د روانو جګړو له کبله نژدې ۷۰۰۰۰۰ خلک له خپلو سیمو بېځایه شوي‌ دي او اکثریت یې نژدیو ګاونډیو هېوادونو ته تښتېدلي دي.

ملګرو ملتونو او افریقايي اتحادیې په دارفور کې د جګړې د «نژادي اړخ» په اړه خبرداری ورکړی دی، متحدو ایالتونو، ناروې او بریتانیا د چټک ملاتړ ځواک او ملګرې ملېشې یې د تاوتریخوالي په زیاتېدو تورن کړي‌دي.

د متحدو ایالتونو،‌ سعودي‌عربستان او نورو په ګډون د ښکېلو غاړو ترمنځ څو ځلې د اوربند تړونونه وشول، خو بېرته مات شول.

XS
SM
MD
LG